په اسلام اباد کې د افغان نجونو یواځینی ښوونځی د ملګرو ملتونو د نه پاملرنې له امله تړل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

په اسلام اباد کې ګڼ افغان کډوال د خپلو لوڼو لپاره د یواځیني ښوونځي په تړلو خواشیني دي او وايي، چې د دغه ښوونځي په خلاصولو کې د ملګرو ملتونو اړونده ادارو ورسره هیڅ لاسنیوی نه دی کړی.

دغه ښوونځی چې افتاب نومېده د ۲۰۲۳ میلادي کال په جنورۍ کې د هغو افغانو نجونو لپاره پرانیستل شو، چې تازه له افغانستانه کډوالې شوې او په اسلام اباد کې مېشتې شوې وې.

د شاوخوا اتلس میاشتو په ترڅ کې دغلته تر ۴۰۰ زیاتو نجونو چې په خپل هېواد کې له زده‌کړو بې برخې شوې وې، زده‌کړې کولې او د افغانستان د تعلیمي نصاب سره سم د افغانو ښوونکو له‌خوا ورته تدریس کېده.

د دغه ښونځي موسس سید فاسم هاشمي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: دغه ښوونځی چې په بهر کې د مېشتو یو شمېر افغان خواخوږو په ملاتړ او د نومړي په شخصي لګښت جوړ شوی و، له دوه میاشتو را په دې خوا د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله وتړل شو چې له امله یې شاوخوا ۴۰۰ نحونې له تعلیمه بې برخې پاتې شوې.
ښاغلی هاشمي وايي، چې د ښونځي د بیا پرانیستلو لپاره یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف له ادارو څخه یې په وار، وار د مرستو غوښتنه کړې؛ خو دغو ادارو ورسره له مرستې چور لټ انکار کړی.
دغه ښوونځی چې د افغان کډوالو په ګڼ مېشته سیمه کې جوړ شوی و، ډېرو هغو نجونو په کې زده‌کړې کولې چې له افغانستانه کډه شوې وې او د ګڼو کورنیو د کډوالۍ لامل هم د هغوی د لوڼو د تعلیم مسله وه چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پرې بندیز لګول شوی دی.
موږ په دې اړه هڅه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د اړونده ادارو غبرګون هم ولرو؛ خو د پر له پسې اړیکو سره، سره هغوی زموږ پوښتنو ته ځواب و نه وایه.
په اسلام اباد کې ګڼې کورنۍ وايي، دوی له دغه ښوونځي څخه ځکه رضایت لاره چې یو خو یې میاشتینی فیس نه اخیست او بله دا چې د افغاني نصاب سره سم یې لوڼو زده‌کړې کولې او هم ګڼې زده‌کوونکې یې افغانې وې؛ نو له همدې امله د دوی لوڼو په کې ښې زده‌کړې کولای شوې.
په اسلام اباد کې افغان کډوال محمد نعیم وايي، د هغه درې لوڼو په دغه ښوونځي کې زده‌کړې کولې، اوس چې ښوونځی تړل شوی نو هغه د دې وس نه لري چې خپلې لوڼې په پاکستاني ښوونځیو کې د فیس په بدل کې شاملې کړي، چې دا کار د ده لپاره سخت ځورونکی دی.
یوه بله افغانه کډواله ګل مکۍ وايي، دلته په پاکستاني ښوونځیو کې د فیس تر څنګ زموږ له ماشومانو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنې هم کوي چې ډېر افغان کډوال ویزې نه لري او که لري یې هم، وخت پرې تېر شوی دی او دغه وخت تېرې ویزې هم دوی ته د منلو نه وي.
په اسلام اباد کې ګڼ افغان کډوال وايي، چې د ملګرو ملتونو او د مهاجرت سازمان د کنوانسیونونو له مخې هر کډوال چې د ناخوالو او تاوتریخوالي له امله نورو هېوادونو ته کډه شوی وي، هغه دا حق لري چې د ملګرو ملتونو د ادارو له‌خوا ورته د تعلیم او روغتیا زمینې برابرې شي؛ خو په پاکستان کې دوی ته هیڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې شوې او دغه ادارې هم د هغوی غږ نه اوري.
په افغانستان کې د تېر نظام پر مهال ګڼو هغو خلکو چې په لرې پرتو سیمو کې هم ژوند کاوه، هیله یې دا وه چې د هغوی لوڼې د هغوی د زامنو په څېر د تعلیم په ګاڼه سینګارې شي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د دوی دغه هیلې په سیند لاهو شوې.

د نجونو تعلیم خو په خپل ځای، د هغوی د زامنو لپاره هم اوس هغسې زمینې نه دي برابرې چې دوی وشي کولای د نړۍ له نورو هېوادونو سره ځانونه د تعلیم په ډګر کې سیال وګڼي.

نور خبرونه

رادیو