تهران کې د طالبانو سفارت: د ایراني پولیس له خوا د افغان کډوال د شکنجې موضوع تعقیبوو

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

طالب ډیپلوماټانو په تهران کې له افغان کډوال سید مهدي سره چې په دې وروستیو کې د ایران د پولیس له خوا سخت شکنجه شوی و، کتلي دي.

طالب چارواکو ژمنه وکړه، چې دا موضوع به په تهران کې د افغانستان سفارت له لارې په اصولي او قانوني ډول تعقیب کړي.
د سید مهدي کورنۍ طالب چارواکو ته وویل، چې «د شکنجې له امله د هغه لاسونه او پښې ټپي شوي او غاړه یې درد کوي.»
په دې لیدنه کې طالب ډیپلوماټانو له سید مهدي سره زر ډالر مرسته وکړه او له هغه یې وغوښتل چې په تهران کې د افغانستان سفارت ته ولاړ شي.
د طالبانو یو غړي د دغه افغان کډوال د روغتیايي وضعیت په اړه د رسنیو راپور ته په اشارې سره ویلي، چې د هغه روغتیایي حالت اوس ښه دی. هغه ټینګار وکړ: "د سید مهدي وضعیت ښه دی، هېڅ ستونزه نشته او د دې کسانو خوله باید بنده شي."
د دغه افغان کډوال د شکنجې د انځورونو خپرېدل په تېرو څو ورځو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت له ایران څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو په وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سویلي اسیا د چارو مشر سید رسول موسوي وايي، چې په ایران کې هېڅ مقام یا اداره د کډوالو ضد عمل نه مني او دا بهرنۍ پروژه ګڼي.

نور خبرونه

رادیو