د ښځو او ماشومانو د هوساینې موسسه: طالبانو خپلې واکمنۍ کې له وحشیانه تاکتیکونو کار اخیستی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۸

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې موسسه د طالبانو د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې په درشل کې وایي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واکمنېدل د دغه هېواد په لوړو ژورو تاریخي پړاوونو کې یو نوی باب و.

دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له درېیو کالو راهیسې د طالبانو واکمني د بشري حقونو له سرغړوونو او «ظالمانه» سیاستونو ډکه وه.
دوی ادعا کوي، چې د دغې ډلې واکمني د تېري، انسان تښتونې، ربړونې، وژنې، عام محضر کې د اعدامونو، درو وهلو او په سیسټماټیک ډول له دندې او زده‌کړو د ښځو او نجونو د محرومېدو لامل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له وحشیانه تاکتیکونو کار اخیستی دی.
د دوی په وینا د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو د راپورونو له مخې، ناقانونه وژنې چې ډېرې یې په عام محضر کې ترسره کېږي، په اصل کې د خلکو په منځ کې د وېرې پیدا کولو له امله ترسره کېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې خلکو ته د دغو سزاګانو په ورکولو سره دوی د خپلو مخالفانو څخه د اعتراف اخیستنې لپاره کار اخلي.
دغې موسسې زیاته کړې، چې انسان تښتونه هم زیاته شوې ده.
دوی وایي، ډېری کسان تښتول کېږي او بیا له کورنیو څخه یې باج اخیستل کېږي او یا هم کورنۍ یې اړ اېستل کېږي چې د دغې ډلې غوښتنو ته تسلیم شي.
دغې ټولنې زیاته کړې، چې له شریعت څخه د طالبانو تفسیر له ښوونځي او پوهنتونه د ښځو او نجونو د حضور بشپړ منعه کول دي.
دوی وایي، له دندو د ښځو راګرځول او د طالبانو له‌خوا دغو محدودیتونو په افغانستان کې اقتصادي ناورین لا ژور کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو واکمني هم په کلتوري او ټولنیزو ازادیو کې د پام وړ کمښت لامل شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، چې په عام محضر کې وهل او نور جسمي مجازات د اخلاقي سرغړونو لپاره په یوه دود بدل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو