شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د طالبانو له‌خوا په هدفي او مرموزو وژنو کې زیاتوالي وېره خوره کړې

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، د طالبانو له‌خوا په هدفي او مرموزو وژنو کې د اندېښنې وړ زیاتوالي په ټول افغانستان کې د وېرې او بې باورۍ فضا رامنځته کړې ده.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاټې په خپرولو سره ویلي، په قربانيانو کې پخواني پوځيان، ښځې، نجونې او هغه کسان هم شامل دي چې د طالبانو رژيم سره په ښکاره توګه مخالفت کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو «وحشیانه» بریدونو عاملین پېژندل شوي نه دي او هغوی ته سزا هم نه ده ورکول شوې.
د خبرپاڼې له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خلکو د تري تم کېدو او یا هم د موندل شویو مړو ډېر راپورونه ورکړل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو پېښو قربانیان اکثره پېژندل شوي شخصیتونه، فعالین، پخواني حکومتي چارواکي، د طالبانو سخت منتقدین، ښځې، نجونې او په ځانګړې توګه هغه کسان دي چې د زده‌کړو او د ښځو له حقونو ملاتړ کوي.
خبرپاڼه ادعا کوي، په یوې وروستۍ پېښه کې چې په کې د افغانستان د ملي پوځ یو پخوانی افسر ووژل شو او مړی یې د کابل په یوې څنډه کې وموندل شو؛ د هغه کورنۍ راپور ورکړی، چې د هغه تر ورکېدو وړاندې د طالبانو له‌خوا یې ډېر ګواښونه ترلاسه کړي و.
دغه غورځنګ وایي، د بې شمېره راپورونو او د عدالت غوښتنې سره، سره د دغو جرمونو د عاملینو په اړه د پام وړ پلټنې یا محاکمه نه ده شوې.
په دغې خبرپاڼې کې د بشري حقونو د څار سازمان د یوه استازي له خولې ویل شوي:« وضعیت خراب دی. نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي، چې بشري حقونو ته پاملرنه وکړي او د ټولو افغانانو، په تېره بیا تر ټولو زیانمنونکو وګړو خوندیتوب ډاډمن کړي.»
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې د دغو وژنو زیاتوالي په پراخه کچه په خلکو کې وېره زیاته کړې، چې ډېری کسان یې له هېواده تېښتې او یا پټیدو ته اړ اېستي دي.