شننه؛ موږ او درېیمه نړۍواله جګړه
د جګړې په اړه د ویرې په ټولو تبصرو کې دا اندېښنه نغښتې، چې د پانګې، ګټو، پراختیاغوښتنې، وسلې تولیدولو، د اقتصادي سرچینو حرص او نړۍوال امنیت په نامه پوځي سیالیو کې نړۍ پر داسې پاڼ ولاړه ده، چې کوشنۍ بېاحتیاطي یوه لویه نړۍواله جګړه راپیلولای شي.
د عامه افکارو ترشا دغه ویره تر هربل وخت جدي شوې ده او کارپوهان د پېښو بهیر داسې ګڼي، چې پوځي زبرځواکونه د یوې خونړۍ او پراخې جګړې خواته ورښوییږي.
دا ویره د یوکراین په قضیه کې د روسيې و لویدیځ ترمنځ ناندریو جدي راپیل کړه، تر هغه بریده چې د اټومي وسلې کارولو ګواښونه هم وشول. د فلسطین خونړۍ جګړې دا ویره لا پسې زیاته کړه، نور اړخونه یې پر تایوان د چین وربلوسل، د شمالي کوریا نوې وسلهوالې ازموینې، د لاتینې امریکا نارامۍ او د خلیج و سره سمندرګي په ستراتيژیکو څنډو کې د سمندري لارو ناخوندیتوب دي.
تر دې وړاندې، چې په دې شخړو کې موږ د خپلې سیمې جاج واخلو، د درېیمې پېښېدونکې نړۍوالې جګړې په اړه دوه ځانګړي توپیرونه په ګوته کول بویه، چې تر لومړۍ او دویمې نړۍوالې جګړې یې لري.
لومړۍ
د درېیمې نړۍوالې جګړې پیلیزه به د نیابتي ډلو او ان د لویو زبرځواکونو په نیابت د درېیمې نړۍ د هېوادونو جنګول وي، چې دا پیلیزه همدا اوس په شدت روانه ده. یوکراین له روسیې سره د ټول لویدیځ او ناټو په نیابت جنګول کیږي. ایران د اسرائیلو په وړاندې د حماس، حزب الله، حوثیانو او نورو ګڼو ډلو په اوږو ټوپک ایښی دی. لویدیځ هم د داعش، القاعدې او لسګونو اسلامي اورپکو ډلو، چې له سړې جګړې ورته په میراث پاتې دي، په چاغولو او ځای پرځای کولو تورن دی. زموږ په سیمه، منځني ختیځ او شرقي اروپا کې د درېیمې نړۍوالې جګړې پیلیزه همدا نیابتي ډلې و هېوادونه پرمخ بیایي.
دوېمه
که درېیمه نړۍواله جګړه له نیابتي مخامختیا ورلوړه شي او مخامخ د زبرځواکونو ترمنځ ونښلي، نو قطعاً به دا جګړه اټومي وي.
داسې بې احتیاطي به شمالي کوریا، پاکیستان یا هم روسیه راپیل کړي.
دغو دوه ځانګړنو ته په پام به ځیر شو، چې موږ چېرته یو؟
د افغانستان د معاصر تاریخ یوه استثنايي نېکمرغي دا وه، چې په دواړو نړۍوالو جګړو کې بېپرې پاتې شو او زیان ورونه رسېد. امیرحبیب الله خان په ۱۹۱۵ کې یوه ۵۴۰ کسیزه لویه جرګه راوغوښته او د نړۍوالې جګړې په وړاندې یې د افغانستان د دریځ مشوره ورسره وکړه او جرګې په دې پردۍ جګړه کې د ناپلوۍ پرېکړه وکړه.
په دویمه نړۍواله جګړه کې هم همداسې پېښه وشوه، افغانستان د ۱۹۴۱ کال په لویه جرګه کې خپله ناپلوي اعلان کړه او له جګړې یې ځان وساته. دا به یا د افغانستان د ولس حکومتونو او لویې جرگې هوښیاري وه، یا به د جګړې د قلمرو لرې والی و، خو په هرصورت بخت د افغانستان په لوري و.
د دویمې نړۍوالې جګړې میراث سړه جګړه وه، چې د شوروي تر سقوط یې دوام وکړ، په دې جګړه کې د افغانستان ناپلوي ماته شوه. شوروي پر افغانستان راوبلوسل او په دې توګه یې په افغانستان او سیمه کې خونړیو نیابتي ډلو جوړېدو، وسلوال کېدو او ريښه غځوونې ته لاره هواره کړه، چې دغه ډلې تر نن پورې فعالې او د بېلابېلو زبرځواکونو لپاره د استخدام وړ دي. لویدیځ د دغو نیابتي ډلو اغېز دې ته وهڅاوه، چې ساتنې و پالنې ته یې دوام ورکړي او دا دی درېیم نسل یې هم په سیمه کې فعال دی.
له دې مخینې سره ګورو، چې اوس له بده مرغه، موږ د درېیمې نړۍوالې جګړې د نیابتي پیلیزې په اصلي ډګر کې سوزو.پوښتنه دا ده، چې د درېیمې پېښېدونکې نړۍوالې جګړې په نیابتي پړاو کې زموږ هېواد او سیمه څنګه د دوزخ په کومي کې راغلې ده؟
د یوکراین جګړې ته په چمتووالي کې د دوحې بېړنۍ هوکره وشوه او افغانستان له یوه قانوني و په رسمیت پېژندلي حکومت څخه بېبرخې کړای شو [ دا هغه څه دي، چې د دې سناریو د عملي کولو مامور دکتور زلمي خلیلزاد په وازکومي څرګنده کړې ده].
د پاکیستان اقتصادي و سیاسي بېثباتي هم ورپسې د جنوبي اسیا په دغې سیمه کې د یاغي اسلامي اورپکو او نورو ترهګرو ډلو حضور، لېږد، تجهیز او پیاوړتیا لپاره د یوې پراخې وروسته پاتې او نالوستې جغرافیې رامنځته کولو ته اړتیا رابرسېره کړه.
اوس نوله یوکراین ورهاخوا د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان نه رانیولې کشمیر، ګېلګېت و بلتستان، ختیز تورکستان (د چین سینکیانګ ایالت)، منځنۍ اسیا، ایران، عراق، سوریې، تورکیې، لبنان، فلسطین، یمن، سعودي عربستان، قطر او بالاخره تر شمالي او مرکزي افریقا پورې ټوله جغرافیا د دغو نیابتي ډلو او جګړو په سره اورنۍ کرښه بدله شوې ده.
دا عجیبه نه ده، چې د روسانو رسمي یا اجیر (واګنر) وسلهوال له سوریې و عراقه ان تر افریقا و بیا لاتینې امریکا پورې ځانونه رسوي او په هرهغه ځای کې پوځي حضور څرګندوي، چې ښايي د خپلو دوښمنو زبرځواکونو له کلابندۍ ځان وژغوري.
د تاریخي افغانستان په جغرافیا (د ډیورند کرغېړنې کرښې دواړه غاړو) کې دومره ډېرې وسلهوالې مبهمې، مجهولې او مرموزې ډلې لرې برې کیږي، چې هیڅوک نه پوهیږي، له کومه راغلي او څه غواړي؟ دا ټوله جغرافیه وږې ده، کار و تولید په کې نشته، سوداګرۍ و صنعت په کې په ټپه ولاړ دي. برېښنا او اوبه نهلري، خو وسله په کې ښه پرېمانه ده او وسلهوالو ډلو ته میلیونونه ډالر رارسیږي، هيڅوک نه پوهیږي، چې له کومه؟
په سیمه کې د وسلهوالو اسلامي اورپکو له خوا په ځینو بمي بریدونو کې (C4 ) ډوله بارود کارول کیږي، چې د یوې کیلو بیه یې ۴۰۰امریکايي ډالرو ته رسیږي.ویل کیږي، چې په ځینو موټر بمونو کې تر درې نیم زره کیلو پورې دغه بارود کارول کیږي. دغه ډلې په زرګونو داسې ځانګړې لایزري وسلې کاروي، چې د یوې بیه یې تر ۱۷ لکه پاکیستانیو کالدارو پورې رسیږي.
له لومړۍ او دویمې نړۍوالو جګړو سره توپیر یوازې د نیابتي ډلو شتون نه، بلکې د ایډیولوژیک عنصر محوري ونډه هم ده. لویه برخه نیابتي ډلې د دین په نامه جنګول کیږي. دا د هغو شاو خوا شپېتو زرو مدرسو او معهدونو درې نسله تولید دی، چې د سړې جګړې په توده او خونړۍ شوروي ضد شخړه کې په پاکیستان کې وروزل شول. اوس چا تور بیرغونه رااخیستي، چا سپین و چا برګ یا شنه، هر یو ادعا کوي، چې تر هغه تېر دوی ښه او سوچه اسلام تنفیذوي. د سیمې خلک نه پوهېږي، چېد دوی د بیا بیا سوچه مسلمانېدو سریال به تر کومې روان وي؟
د اسلامي ايډیولوژۍ په مټ د جهاد په نامه د ځوانانو وړیا جنګول تر ټولو اسانه کار دی.دیوبندیان، سلفیان، اهل حدیث، پیران، صوفیان، پنجپیریان، تبلیغیان، اخوانیان او داسې نور، که بل څه نه وي د شیعه و سني ترمنځ وینې بهېدل خو هر وخت ممکن دي. کورمه، پاړه چنار، هنګو او نورې سیمې همدا اوس هم د هغو سُني و شیعه پښتنو په وینو سرې دي، چې پخپله هم نه پوهیږي ولې او د څه لپاره خپل وروڼه اود تره زامن وژني یا یې له لاسه وژل کیږي؟ دا یوازې همدا سیمه نه ده، بلکې له افغانستان څخه فاطمیون او له پښتونخوا څخه زینبیون په سوریه او عراق کې ډلې ډلې د منځني ختیځ په سلاخۍ کې قصابي کیږي او په هماغه منځني ختیځ کې له داعش، القاعدې یا نورو ډلو سره یې خپلوان د دوی په وړاندې جنګول کیږي.
که د نیابتي جګړو په مقیاس یې سنجوئ، نو درېیمه نړۍواله جګړه پیل شوې ده او د درېیمې نړۍ ولسونه په تېره بیا د اسلامي نړۍ فقیر ولسونه و هغه ځوانان یې وژل کیږي، چې ماغزه یې ورمینځل شوي دي.همدا څو ورځې وړاندې د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې ووژل شو. له دې سره هممهال دلبنان د حزب الله لوړ پوړی بولندوی فواد شکرد بیروت په جنوب کې له منځه ولاړ. په تهران کې د هنیه وژل د ایران لپاره لوبه حیثیتي کړه، پر اسرائیلو د مخامخ برید ګواښ تر هربل وخت زیات دی، خبره تر دې ځایه رسېدلې ده، چې حداقل غبرګون به د نیابتي ډلو له خوا یوه بله خونړۍ شخړه له پراخو اړخونو سره راپیلول وي. ایران، روسیه، چین، تورکیه او ځینې عربي هېوادونه یوه خوا، امریکا، ناټوغړي هېوادونه او اسرائیل بله خوا د جګړې موزې په پښو کړي او برچهپک ولاړ دي. لویدیځ یوکراین ته F16 الوتکي ورکړې. دا د روسې په ګاونډ کې د دغو ګواښمنو الوتکو د الوځولو داسې ګام دی، چې روسان یې په وړاندې تر هر بلڅه ډېر حساس دي. ښايي د همدې ګام په غبرګون کې روسانو پر یوکراین د ګڼوسلهییزو بریدونو یوه بله څپه راپیل کړه، چې د لسګونو یوکراینیانو ژوند یې ترخاورو لاندې کړ.
د خواشینۍ خبره دا ده، چې نړۍ له دویمې نړۍوالې جګړې راپه دیخوا هیڅکله داسې د وحشت حماقت ته ورنږدې شوې نه وه، خو په دې کې د ژړا ځای دا دی، چې دا ځل افغانستان بېپرې او خوندي نه، بلکې د بلېدونکي دوزخ په تاترین کې ولاړ دی، چې یوازې او یوازې د خدای رحم او د معجزې په شان ملي اراده و هوښیارتیا یې مخه نیولای شي.
درغیر:
خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.