طالبان: په سمنګان کې يوه ښځه له اتو مياشتو وروسته له کورني زندانه خوشې شوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۷

د سمنګانو لپاره د طالبانو امنيه قوماندانۍ چارواکو ویلي، دغه ښځه د خپل مېړه له خوا زنداني شوې او ځورل شوې ده.
طالبانو ویلي، دغه زندانۍ یې تر خوشې کېدا وروسته روغتون ته لېږدولې ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزوین نن چهارشنبه د (زمري ۱۷مه) په ایکس پاڼه د دغه ولایت د امنیتي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه ښځه د خپل خاوند له لوري د کورني تاوتریخوالي له امله په کور کې دننه زنداني شوې وه او اته میاشتې وروسته خوشې کړل شوه.
ویل کیږي، دغه ښځه د یاد ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې خپل میړه بندۍ کړې وه، چې د قضیې په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د ښځو د بنسټیزو حقونو په وړاندې د هغوی د سختو تګلارو او همدارنګه د بیوزلۍ او بېکارۍ له امله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
‏تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ښځو له زندانه د خلاصون راپورونه ورکړل شوي چې د ټولو هغو د زنداني کېدو لامل کورنی تاوتریخوالی بلل شوی.
که له یوې خوا طالبان د ګوتو په شمېر له شخصي زندانونو د ښځو د خلاصون ادعاوې کوي خو بل پلو بیا دغې ډلې په نږدې درېیو کلونو کې د افغانستان د شاوخوا څلوېښت میلیونه وګړو چې نږدې نیمايي یې ښځې دي په کور کېنولې، له کار او زده‌کړو یې بې برخې کړې چې د دغو ښځو په خبره ژوند یې له زندانه هم سخت تیریږي.

نور خبرونه

رادیو