ونیش پوګاټ د لومړنۍ هندۍ په توګه د اولمپیک غېږنیونه کې پایلوبې ته ووتله

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۷

د هند د غېږ نیونې په تاریخ کې د دغه هېواد لوبغاړې ونیش پوګاټ لومړنۍ غېږنیوونکې شوه چې د اولمپیک سیالیو پایلوبې ته وځي.

مېرمن پوګاټ پرون د فرانسې مرکز پاریس کې پرون د اولمپیک لوبو د غېږنیونې نیمه پایلوبه کې د کیوبا لوبغاړې ته د ۵ د صفر په مقابل کې ماتې ور کولو سره دا ویاړ وګاټه

ونیش پوګاټ دې بري سره د ځان لپاره د سیلورو مډال یقیني کړل او هم لومړنۍ هندۍ شوه چې د اولمپیک پایلوبې ته وځي.

مېرمن پوګاټ د غېږنیونې فدراسیون د مشرانو پرضد د مظاهرو او پر هغوی د لوبغاړو د جنسي ځورولو د تور له امله هم مشهوره ده.

ونیش پوګاټ او بجرنګ پونیا نږدې یو نیم کال مخکې د هغو سلو لوبغاړو مشري کوله چې د دغه فدراسیون د مشر د لرې کولو لپاره یې د هند د پارلمان مخ ته یې اعتراض کړی و.

ونیش پوګاټ تر دې مخکې د همګټو هېوادونو د غېږنونې سیالیو کې درې ځلې د سرو مډالونه ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو