ایراني چارواکو د بې اسناده افغانانو د نیولو 'سخته تګلاره'د تهران په شهریار سیمه کې پیل کړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۷

د ایران د شهریار سیمې قوماندان علي رضا فاتحي نژاد ویلي، چې «د بې اسناده وګړو د نیولو تر ټولو سخته تګلاره» یې په دغې ولسوالۍ کې پیل کړې ده.

هغه د ایراني چارواکو سره په یوه غونډه کې چې په تهران کې جوړه شوې وه، ویلي چې د دغې تګلارې له مخې به بې اسناده افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي.
تسنیم خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۱۷مه) راپور ورکړی، چې په دغې غونډه کې د تهران د ښار د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارو چارواکو هم برخه لرله.
د راپور له مخې، فاتحي نژاد د بې اسناده افغانانو راټولول د یوې سترې ننګونې په توګه یاد کړل.
هغه زیاته کړه: «هغه خلک چې په ناقانونه توګه په یو هېواد کې ژوند کوي، د قانوني ستونزو تر څنګ پر عمومي سرچېنو هم فشار زیاتولی شي.»
په وروستیو اونیو کې د ایران د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو له‌خوا د کډوالو سره زور زیاتی ډېر شوی دی.

په دې وروستیو کې پر کډوالو د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو له‌خوا د تېري او ظلم راپورونه هم خپاره شوي دي.
په یوې وروستۍ پېښه کې په ایران کې سرچېنو ویلي، چې یو ۱۵ کلن افغان ځوان د پولیسو له‌خوا وهل شوی ډبول شوی چې له دې امله د هغه ورمېږ ته زیان رسېدلی او مات شوی دی.

نور خبرونه

رادیو