د افغانستان د موسیقۍ انسټیټیوټ زده کوونکي په نیویارک او واشنګټن کې کنسرتونه جوړوي

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر احمد سرمست وايي، چې زهره او د افغانستان ځوانانو ارکستر د امریکا په ښارونو کې کنسرتونه جوړ کړي.

دغه کنسرتونه به د زمري په ۱۶ په نیویارک او د زمري په ۱۷ مه په واشنګټن ډي سي کې ترسره شي.
دا کنسرتونه د نیویارک په کارنګي هال او په واشنګټن ډي سي کې د کېنډي مرکز کې ترسره کیږي.
زهره او د افغانستان د ځوانانو ارکسټرا د موسیقۍ دوه ډلې دي، چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت تر چتر لاندې فعالیت کوي.
په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت اکثره زده کوونکي پرتګال ته ولاړل او هلته یې خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړ.
دغو زده کوونکو تر اوسه د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې کنسرتونه ترسره کړي دي.
د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته په څو ورځو کې د دې ډلې د ځواکونو له خوا د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ د وسایلو د ماتولو انځورونه خپاره شول.
طالبان موسیقي "حرامه" ګڼي او د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت د موسیقۍ ځیني وسایل په اور سوځولي دي.