شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د طالبانو د ناوړه سلوک پر وړاندې د بېړني اقدام غوښتنه کوو

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۶

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له درېیو کلونو راهیسې دغه ډله له ښځو سره د ناوړه چلند له امله په نړۍواله کچه بدنامه شوې ده.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو واکمني په پراخه کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ښځو د حقونو او ازادیو د سلبولو لپاره ځانګړې شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د ظلمونو په اړه د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غبرګون بسنه نه کوي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه غورځنګ په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت د حل لپاره د نړۍوالو بنسټونو څخه د کوټلو ګامونو د اوچتولو غوښتنه کوي.
خبرپاڼه په ټینګار سره وایي، ملګري ملتونو او نړۍواله ټولنه دې په هېواد کې د ښځو د حقونو د کړاوونو او ځپنې د مخنیوي لپاره د طالبانو پر وړاندې پرېکنده ګامونه پورته کړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د طالبانو د غړو له‌خوا د جنسي تېري، جبري ودونو او د کم عمره نجونو د ودونو راپورونه د پام وړ زیات شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وېرې او جبر دغه فضا د ښځو په منځ کې د ځان وژنې د پېښو د ډېرېدو لامل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو سختو او ځپونکو سیاستونو ډېری مېرمنې د خپل ورځني ژوند د نه زغملو شرایطو سره د مقابلې لپاره په مخدره توکو روږدې کړې دي.
دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې پر طالب مشرانو بندیزونه ولګوي، د افغانستان د مدني ټولنې له سازمانونو دې ملاتړ وکړي، له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او په افغانستان کې دې د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅاري.

نور خبرونه

رادیو