له بلوڅ ولسي پاڅون سره د پاکستان ځیږ چلن
د پاکستان دولت او د بلوڅانو تر منځ سیاسي شخړه له۱۹۴۸کال نه روانه ده چې د پاکستان دولت د بلوڅو ازاد دولت قلات په زور اشغال کړ او په پاکستان یې ورګډ کړ.
په تیرو شپږ اویا کلونو کې پاکستان د بلوڅ ملتپالو د مقاومت د ځپلولپاره څلور غټ پوځي عملیات کړي.
اخري عملیات په دوه زره شپږم کال کې هغه وخت پیل شول، چې د پاکستان پوځ د بلوڅو یو ستر مشر نواب اکبرخان بګټي شهید کړ او بلوڅو د دولت په ضد یو ستر پاڅون وکړو.
په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ او د بلوڅو بیلتون خوښو ملتپالو تر منځه دغه جنګ د تیرو اتلسو کلونو را هیسې ادامه لري او اوس د بلوچستان هر ګوټ ته رسیدلی دی.
د پاکستان پوځ په بلوڅانو کې د ویرې او دهشت خورولو لپاره د هغوی د کورنیو د غړو د تښتولو او ورکولو لاره خپله کړې ده.
بلوچستان کې د پاکستان د پوځي استخباراتو له خوا د بلوڅ ځوانانو د تړي تم کولو مسله په تیرو څو کلونو کې خورا ډیره پراخه شوی او جدي شوی ده.
زرګونه بلوڅان د خپلو کورونو او یا کارځیو نه تښتول شوي، ځینې تړي تم کسان په پوځي عقوبت خانو کې شکنجه کیږي، وژل کیږي او بیا د هغوی جسدونه په لارو او کوڅو کې موندل کیږي.
ډیر داسې کسان شته چې تر لسو یا پنځلسو کلونو یې هیڅ درک نشته، دوی نه په کومه محکمه کې لیدل شوي او نه یې د بندي کیدلو په باره کې کوم رسمي سند شته.
د لادرکه کیدونکو اشخاصو زیاته شمیره اوس بلوڅ محصلین تشکیلوي.
د هغوی د کورنیو غړي او د هغوي خواخوږي د لادرکه کسانو د خلاصون لپاره د سیاسي مبارزې میدان ته راوتلي دي.
دوی لاریونونه کوي، پرلتونه کوي او د پاکستان پر پوځ فشار راوړلو لپاره پراخ احتجاجونه کوي.
په دوی کې ګڼ شمیر ښځې هم ګډون لري، ځینې وړې جینکۍ چې پلاران یا وروڼه یې له ډیرو کلونو راهیسې تړي تم شوي دي.
دوی په دغه مبارزه کې د ماشوموالي نه برخه اخلی، اوس را سترې شوې دي او د بلوڅو ملتپالو د سیاسي مقاومت په مخکني صف کې دریدلې دي.
ماهرنګ او سمیدین
په دوی کې دوو ځوانو جینکیو ډاکټر ماهرنګ بلوڅ او سميدین بلوڅ نه یوازې د ټول بلوچستان او پاکستان په سطحه شهرت بیاموندو بلکې په نړیواله کچه هم وپیژندل شوې.
د ماهرنګ بلوڅ پلار غفار لانګو یو مترقي او ملتپال سیاسي فعال و، څو کاله وړاندې د پوځي استخباراتو وتښتاوه او د سختې شکنجې نه وروسته وژل شوی و. د هغه یو ورور هم پوځیانو تړی تم کړی او تر اوسه یې مړی ژوندی معلوم نه دی.
د سميدین بلوڅ پلار ډاکټر دین محمد بلوڅ پوځیانو لس کاله وړاندې د روغتون نه تښتولې او تر نن ورځې لادرکه دی.
بلوڅ پیوستون کمېټه
چون زاړه او سنتي بلوڅ ملتپال سیاسي ګوندونه پرله پسې توګه تحمیلیدونکو دولتي فشارونو او قیوداتو له امله ضعیف شوي، نو د تړي تم شوو خلکو د راخلاصولو لپاره مبارزو ځوانانو د کال ۲۰۲۲ په اوایلو کې د « بلوچ یک جهتی کمیټی» یعنی د بلوڅو د پیوستون کمیټې په نوم یو نوې سازمان تشکیل کړ.
د دې سازمان مشري ډاکټر ماهرنګ بلوڅ کوي او له هغې سره سميدین بلوڅ ، ډاکټر صبیحه بلوڅ او نورې تکړه جینکۍ، ځوانان او مشران ملګري دي.
دغه نوې سازمان ډیر په مېړانه د پاکستان د دولت د جبر او اختناق په ضد مقاومت وکړ او په بلوڅانو کې یې زیات محبوبیت تر لاسه کړ.
که څه هم د پاکستان میډیا د دوی فعالیتونو ته پوښښ نه ور کوي، خو د دوی ځوان فعالان د خواله رسنیو له لارې بلوڅان او نړیوال د خپل سوله ییز مقاومت نه خبر ساتي.
د بلوڅو د پیوستون کمیټې په ۲۰۲۲او ۲۰۲۳ک ې په بلوچستان کې ډیر لاریونونه، پرلتونه او احتجاحونه وکړل، خو دولت ورته غوږ ونه نیو.
دوی د کال ۲۰۲۳ د نومبر په میاشت کې د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ په زرګونو ښځو او نارینه بلوڅو د بلوچستان د تربت ښار نه خپل لاریون پیل کړ.
دوی د یونیم زر کیلومتره لارې وهلو نه پس د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته په داسې حال ورسېدل،چې د پاکستان پولیسو ګام په ګام ایسار کړل، په کوتکو یې ووهل او په ژمي کې یې یخې اوبه ورباندې تویک ړې.
خو دوی په شا نه شول، په اسلام اباد کې د دوی یوه میاشت پرلت د ټول پاکستان د خلکو او د نړیوالو پام خپلو غوښتنو ته واړاوه.
پاکستان کې ډیموکراسي ډیره ضعیفه ده او زیاتره سیاسي واک د جنرالانو په لاس کې دی، نو ځکه دولت په ولسي غوښتنو غوږ نه ګروي، نو په اسلام اباد کې د بلوڅو د پرلت نه پس هم پاکستاني پوځیانو د بلوڅو ځوانانو د تړيت م کولو پروسې ته او د بلوڅو د نورو بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته ادامه ورکړه.
په مقبال کې د بلوڅو د پیوستون کمیټې د جولای په اته ویشتمه نیټه د بلوچستان د ګوادر په ښار کې د بلوڅو د سترې ملی غونډې د رابللو اعلان وکړ او ټول بلوڅ ولس ته یې په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
د پاکستان حکومت خپل ټول امکانات د دغې غونډې د ناکامولو لپاره په کار واچول.
بلوچستان د جغرافیايي لحاظ نه ډیره پراخه سیمه ده چې ټوله رقبه یې۳۴۷۱۹۰ مربع کیلومتره ده او دا د پاکستان د ټولې رقبې درې څلویښت اعشاریه درې فیصد برخه تشکیلوي.
د وروسته پاتې بلوچستان سړکونه او لارې هم سمې نه دي، دې پرلت ته د لرې ځایونو خلک درې څلور ورځې وړاندې راروان شوي وو.
پولیسو ځاې په ځاې نه یوازې لارې تړلېوې، بلکې ګوادر ته تلونکو خلکو په زور د بیرته ستنولو لپاره یې خلک په کوتکو ووهل او په هغوی یې اوښکې تویونکې ګاز وشینده، خو بیا هم بلوڅ ولسونه په شا نه شول او په لکونو خلک ګوادر ته ورسیدل.
کوم خلک چې پولیس او پوځ په لارو کې ایسار کړل، نو هغوی ځای په ځای په لارو کې پرلتونه جوړ کړل.
په ګوادر کې پوځ د بلوڅو د تاریخ په تر ټولو ستره قومي غونډه برید وکړ، چې په کې زرګونه ښځو ګډون درلود او د غونډې د مشرتابه یو څو کسان او بې شمیره نور کسان یې ونیول.
د پوځ په ډزو کې درې تنه مړه شول او بې شمیره نور ټپیان شول، خو د پوځ او پولیسو د دغه ظالمانه برخورد په ضد په ټول بلوچستان کې احتجاجی لاریونونه او غونډې روانې شوې دي، چون د سند د ایالت په مرکز کراچۍ کۍ هم ډیر بلوڅان اوسي، نو ځکه هلته هم د پروتست لړۍ روانه ده او د یوې اونۍ تیریدو نه پس هم دا سلسله ختمه شوی نه ده.
د بلوچستان په هر ګوټ کې لار یونونه او پرلتونه روان دي، که پوځ او پولیس مداخله نه وی کړې،نو د جولای د میاشتې په اتویشتمه به په قومي غونډه کې د ګډون نه وروسته خلک خپلو خپلو کورونو ته لاړ وی، خو د پاکستان د حکومت د ځیږ چلن له امله د بلوچستان په هره سیمه کې له یوې اونۍ راهیسې په پرله پسې توګه د بلوچستان د ټول تاریخ بې ساري احتجاجونه روان دي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.