یونېسف: په افغانستان کې له ۶۰٪ لږ ماشومان یوازې په لومړیو ۶ میاشتو کې د مور شیدې خوري

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۳

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف، وايي، په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې ماشومانو ته یوازې په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور شیدې ورکول کېږي.

یونېسف ویلي، چې له شپږمې میاشتې وروسته د مور شیدې کافي نه وي او نور خواړه لکهمیوه او ترکاري باید ماشومانو ته ورکړل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې هڅه کوي د اروپايي ټولنې په همکارۍ دغه بهیر بدل کړي.

دا بدلون باید د تغذیې په اړه میندو ته د مشورې ورکولو له لارې ترسره شي، په دې تمرکز وکړي چې کله او څنګه د شیدو تغذیه وکړي، ترڅو د یونېسف په وینا، نوي زیږیدلي ماشومان خپل ژوند په ښه توګه پیل کړي.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د مور شیدې ماشوم له شپږو میاشتو وروسته نه مړوي، او نور خوراکي مواد لکه مېوه، ترکاري او حبوبات باید د ماشوم د ورځني خوړو په پلان کې شامل شي.

یونېسف وايي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر په مرسته، دغې ادارې د ښاري تغذیې په مرکزونو کې داسې پروګرامونه پیل کړي، چې میندې زده کړي چې څنګه له سیمه ییزو خوړو صحي خواړه جوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو