شننه؛ ولې هره ورځ شاوخوا ۷۴۰۰ د افغانستان اولادونه د وطن له غېږې تښتي؟

لیکوال: رحمت الله نبیل د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵، نه چې کله طالبانو واک تر لاسه کړ، تر اوسه (۳ اګست ۲۰۲۴، چې ۱۰۸۴ ورځې کیږي)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) راپور ورکړی چې اته ملیونه هیواد وال مو اړ شوي چې خپل هیواد پرېږدي.

په اوسط ډول، هره ورځ ۷۴۰۰ کسان له خپلو کورونو او بانډو څخه د طالبانو د به اصطلاح اسلامي امارت له سیوري څخه تېښته کوي او له بده مرغه دا لړۍ لا هم روانه ده. دا زړه بوږنونکي ډله ییزه کډوالي هغه خراب او بې ثباته وضعیت ښيي چې د طالبانو حکومت د افغانستان پر خلکو تپلی دی.

د طالبانو واکمنۍ د وېرې او ناڅرګند راتلونکي فضا رامنځته کړې ده. طالبانو په سختو او محدودو قوانینو سره، د افغانستان د خلکو لپاره ژوند زغمل ناشونی کړی دی. د خشونت چلند، شکنجه او بې محاکمې اعدامونه، هغه موارد دي چې د عامو خلکو ترمنځ وېره او وحشت رامنځته کوي، په ځانګړي ډول هغو کسانو لپاره چې د پخواني حکومت، بهرنیو ځواکونو یا نړیوالو سازمانونو سره یې همکاري کړې ده.
طالبانو د قدرت انحصار، هر ډول اپوزیسیون حذف کړی، او د هېواد سیاسي فضا یې شدیداً محدوده کړې ده. دا قدرت انحصار نه یوازې چی مخالفین سرکوب کړي، بلکې هر ډول متفاوت او مخالف غږونه یې هم خاموشه کړي دي. د فکري او سیاسي تنوع نه زغمل، د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالینو پراخه مهاجرت ته زمینه برابره کړې ده.
په افغانستان کې یو له مهمو ستونزو څخه قومي اختلافات دي. طالبان یو ځانګړي قوم ته ترجیح ورکوي او د نورو قومونو حقوق او ارزښتونه په پام کې نه نیسي، چې قومي اختلافاتو ته یې شدت ورکړی دی. دا تبعیضونه د مختلفو قومونو جدي ناراضایتي رامنځته کړې او ډېر یې مجبور شوي چې مهاجرت وکړي.
طالبانو په خپلو ځانګړو افکارو او ارزښتونو سره، د نورو ټولنیزو توکمو ارزښتونه او فرهنګونه نادیده نیولي دي. دا چلند د دې سبب شوی چې ډېری د افغانستان وګړي احساس کړي چې کلتوري او ټولنیز هویت یې په خطر کې دی او مجبور دي چې وطن پرېږدي.
د طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته د افغانستان اقتصاد په شدید بحران کې ښکیل شوی دی. نړیوال بندیزونه، د بهرنیو مرستو بندیدل، او د ډېرو کاروبارونو او پراختیايي پروژو تړل، په هېواد کې د بیکارۍ او پراخې بې وزلۍ سبب شوي دي. دا اقتصادي بحران هم یو له اصلي عواملو څخه دی چې افغانان یې مجبور کړي چې بهر ته مهاجر شي.
هغه برخه د خلکو چې مجبور شوي چې افغانستان پرېږدي، د هېواد علمي، فرهنګي او اقتصادي نخبگان دي. دا کسان چې په پخواني حکومت کې یې مهم رولونه ترسره کړي وو، اوس د مستقیمو او غیر مستقیمو ګواښونو سره مخامخ دي. ډېری یې د ځان او کورنۍ د ژغورلو لپاره مجبور دي چې هېواد پرېږدي.
طالبانو په ښځو او نجونو باندې سخت او محدود سیاستونه تحمیل کړي، چې د دوی اساسي حقوق یې په شدت سره نقض کړي دي. ښوونځي او پوهنتونونه یې د نجونو پر مخ تړلي او د ښځو د ټولنیزو او شغلي فعالیتونو په برخه کې سخت محدودیتونه وضع کړي دي. دا سیاستونه نه یوازې د ښځو او نجونو راتلونکی په خطر کې اچوي، بلکې د افغانستان ټولنه یې له نیمایي استعدادونو او ظرفیتونو څخه محرومه کړې ده.
د باسواده کسانو او نخبگانو پراخه مهاجرت، د افغانستان ټولنې لپاره لویه ضایعه ده. دا کار د هېواد علمي، فرهنګي او اقتصادي ظرفیتونه کم کړي او د افغانستان د پرمختګ او پرمختیا په برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي. همدارنګه، دا پراخه مهاجرت د ډېرو کورنیو د وېشل کېدو سبب شوی او محلي ټولنې یې په شدت سره اغېزمنې کړې دي.
د طالبانو حکومت دوام به په قطعیت سره افغانستان د یوه نا قابل تلافې حالت ته بوځي. د اوسني وضعیت په دوام سره، د تېرو لاسته راوړنو په بشري حقوقو، اقتصادي پرمختګونو او ټولنیزو پرمختګونو کې، ټول په خطر کې دي. طالبان په خپل انحصاري او محدود سیاست سره، د افغانستان ټولنه له هر ډول پرمختګ او پرمختیا څخه محرومه کړې ده. دا مسیر نه یوازې د هېواد انساني او اقتصادي پانګو له منځه وړلو سبب ګرځي، بلکې سیمه‌ییزه او نړیواله امنیت او ثبات هم په خطر کې اچوي.
په دې شرایطو کې، یوازینۍ د افغانستان د نجات لاره د طالبانو په وړاندې عمومي قیام دی. یوازې د ټولنې د ټولو قشرونو، په شمول د مختلفو قومونو، ښځو، ځوانانو او نخبګانو د پراخ او همغږې حرکت په واسطه، د طالبانو حکومت ته پای ټکی کېدای شي.
قومي مشران او وطندوست علماء کولای شي په دې عمومي قیام کې ډېر مهم رول ولوبوي. د دې افرادو لوړ نفوذ او اعتبار په سنتي ټولنه کې، کولای شي چې د یو متحد ځواک په توګه عمل وکړي او خلک د طالبانو په وړاندې قیام ته وهڅوي. دیني علماء د اسلامي زده‌کړو په کارولو سره او د عدالت او بشري حقوقو په ټینګار سره، کولای شي د طالبانو حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راولي او خلک د پاڅون لپاره وهڅوي.
د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، هغه ورځ لرې نه ده چې د افغانستان خلک به په اتحاد او یو والي سره، د طالبانو د ظلم او انحصار په وړاندې قیام وکړي او د دوی د توری دورې تور ټغر به ور ټول کړي!

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.