ډبلیو اېف پي: سږکال به د بودجې د کموالي له امله ۶۰۰ زره ښځې اړین خواړه ترلاسه نه کړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/50158ed7eb570ed9887e0cde2c92ea5ed6a2ef3c-583x526.jpg?rect=0,35,583,328&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، تر دې دمه یې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره له ۱.۶ مېلیونو څخه زیاتو مېندوارو او شېدو ورکوونکو مېندو سره د ځانګړو تغذیه شویو خوړو مرسته کړې ده.
دغه سازمان په اېکس پاڼه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې سږ دوبي کې به د بودجې د کموالي له امله ۶۰۰ زره ښځې د دوی لهخوا اړین خواړه ترلاسه نه کړي.
دغه پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، د خوارځواکۍ د ناروغانو شمېره دومره لوړه ده چې ان په کلینیکونو کې ورته کافي ځای نه لري.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان د تغذیې برخې مشرې مونا شیخ هم تر دې وړاندې ویلي و:« له بده مرغه سږکال موږ د لوړې شمېرې وړاندوینه کوو، چې په افغانستان کې به ۳ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.»
هغې په خپل یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و، چې له دغې ډلې څخه به یوازې له ۱.۶ مېلیونه کسانو سره مرسته وشي.