پاکستاني پولیسو په تېرو درېیو ورځو کې ۱۵۰ تنه افغان کډوال په اسلام اباد کې نیولي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۲

په اسلام اباد کې د کډوالو د نیولو د نوې څپې د پیل سره هم‌مهاله ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې تر دې مهاله له ۱۵۰ زیات هغه افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي چې د ویزو موده یې بشپړه شوې ده.

په دغې نوې څپه کې پولیس د اسلام اباد په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او تر پلټنو وروسته هغه افغانان نیسي او تاڼو ته یې بیايي، چې د ویزو موده یې ختمه شوې وي.
دغه نوي نیول شوي کډوال د اسلام اباد په بهارکو، بي ۱۳، اېچ ۱۳، جي ۱۳، بي ۱۷ او ډي ۱۷ سیمو کې اوسېدل چې د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.
دغه نیول شوي کډوال تر ډېره هغه کسان دي، چې د امریکا د پناه غوښتنې (پي ۱ او پي ۲) دوسیې لري او تر ډېره یې د پناه غوښتلو بهیر هم مخته تللی دی.
د دغو کډوالو په منځ کې داسې کسان هم شته، چې دوه مرکې (انټریو ګانې) یې هم بشپړې شوې، روغتیايي کتنې یې هم ترسره کړې، یوازې د الوتنې په تمه وو، چې د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.
که څه هم چې یو شمېر بنسټونو او د افغان کډوالو شوراګانو د دغو نیول شویو کډوالو د خلاصون هڅې پیل کړې دي؛ خو تر دې مهاله یې کومه جوته پایله نه ده لرلې او د هغوی د برخلیک په اړه هم زیات مالومات نه دي ورکړل شوي.
تر ډېره دغه کډوال هغه کسان دي، چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته کډه شوي او امریکا ته د تګ تکل لري؛ خو وېره دا ده که دوی بېرته افغانستان ته ستنول کېږي، هم به یې په مهاجر منونکو هېوادونو کې د تګ قانوني بهیر ټکنی شي او هم به د طالبانو له سترو ګواښونو سره مخامخ شي.
د دغو کډوالو کورنۍ له ملګرو ملتونو هیله لري، چې له پاکستانه وغواړي، چې دوی په زور او جبر له خپلې خاورې و نه باسي او هم پر مهاجر منونکو هېوادونو فشارونه زیات کړي چې د کډوالو د اېستلو بهیر چټک او ګړندی کړي.

نور خبرونه

رادیو