نن یو ځلې بیا پاکستاني پولیسو په ګڼ شمېر کې افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۱

په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن سهار وختي پولیسو د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي او هغه کسان یې نیولي چې د ویزو موده یې بشپړه شوې او یا یې ویزې نه لرلې.

د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې افغان کډوال وايي، دغلته په اونۍ کې یو ځلې پولیس ځواکونه راځي او په ګڼ شمېر کې افغان کډوال نیسي چې ځینې یې د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي او ځیني یې بیا تر ډېرې مودې په زندانونو کې بې برخلیکه پراته وي.
د بي ۱۷ ښارګوټي یوه اوسېدونکې افغانه کډواله فخریه وايي، چې د نوموړې زلمی زوی یې چې د کور سرپرستي هم ورتر غاړې وه پولیسو نن سهار وړی او تر اوسه یې د ځای ځایګي مالومات نه لري چې د پولیسو په کومه تاڼه کې پروت دی.
نوموړې وايي، دغه زلمی زوی یې یواځینی د کور نارینه دی او بل داسې څوک نه لري چې د دوی لاس پرې سپک شي.

د مېرمن فخریې په وینا، د زوی له ویزې یې یوازې یوه اونۍ تېره شوې او د نوې ویزې لپاره یې غوښتنلیک هم سپارلی دی؛ خو تر اوسه یې نوې ویزه نه ده تر لاسه کړې، په دې کې خو زموږ ګناه نه ده چې حکومت ته غوښتنلیکونه لېږو او هغوی زموږ د ویزو موده نه غځوي.
په همدغه ښارګوټي کې افغان کډوال عبدالعزیز وايي، چې د هغه دوه وروڼه یې نن سهار بېولي دي.

هغه وايي، د ده د وروڼو امریکا ته د تګ ټولې چارې بشپړې شوې، دوه ځلې یې مرکې (انټریو) ګانې هم ورکړې او روغتیايي معاینات یې هم بشپړ شوي دي؛ خو اوس پولیسو نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.
نوموړی وايي، که چېرته د ده وروڼه بېرته افغانستان ته واړول شي، د هغوی ټول برخلیک به ورسره ناڅرګند پاتې شي.

هغه په دې برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له استازولیو غواړي هغه کسان چې له دوی سره یې د کډوالۍ چارې بشپړې شوې، باید داسې سندونه هغوی ته ورکړل شي چې له پولیس یا نورې ادارې یې و نه ځوروي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میوند عالمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دې مهاله د اسلام اباد پولیسو د بي ۱۷ ښارګوټي څخه لږ تر لږه شل تنه افغان کډوال د ترنول او سنجاڼۍ تاڼو ته وړي او دوی هڅه کوي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ په منځګړیتوب هغوی بېرته راخوشې کړي.
ښاغلي عالمي له مهاجر منونکو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د کډوالو د لېږد چارې دې ګړندۍ کړي او هغو کډوالو ته چې د غوښتنلیکونو بهیر یې د بشپړېدو په حال کې دی باید داسې اسناد او مدارک ورکړل شي چې د دغه شان برخلیک سره مخامخ نه شي.

هغه وايي، دوی دلته د ټولو افغان کډوالو مسولیت ته غاړه اېښې او هره پلا چې پولیس د دوی د کورنیو غړي بیايي؛ نو د هغوی مېرمنې او ماشومان دوی ته ورځي او ویر ژړا یې پر دوی وي.
خو د ا نه لومړی ځل دی او نه هم ښايي وروستی ځل شي، چې په اسلام اباد کې پولیس افغان کډوال نیسي او بندیانوي یې.

تر دې وړاندې هم ډېر افغانان نیول شوي، ځینې یې بېرته خوشې شوي، یو شمېر یې لا هم بندیان دي او داسې کسان هم شته چې له تورخمه اړول شوي او په لویدیځو هېوادونو کې د هغوی د کډوالۍ بهیر نیمګړی پاتې شوی.
خو له لویه سره وېره دا ده، چې په دغو کډوالو کې د داسې کسانو شمېر هم کم نه دی که هغوی په زور او جبر ستنول کېږي؛ نو د طالبانو له خوا د هغوی پر وړاندې شته ګواښونه هغه څه دي، چې د دوی ژوند د مرګ سره مخامخولای شي.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان له پاکستاني چارواکو او نړۍوالې ټولنې په کلکه غوښتنه کوي، چې د دغه شان جبري ستنولو مخه ونیسي او په لوی لاس دغه کډوال د مرګ خولې ته ورنکړي.

نور خبرونه

رادیو