ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې ۱۴۷ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۹

ملګري ملتونه وایي، چې طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۴۷ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل ۳ میاشتني راپور په خپرولو سره ویلي؛ طالبانو دغه کسان (د وري له ۱۳مې د چنګاښ تر ۱۰مې) پورې په دورو وهلي دي.

یوناما په دې راپور کې په تېرو درېیو میاشتو کې د ۶۰ کسانو د خپلسرو نیونو، د ۱۰ کسانو د شکنجه کولو او د تېر حکومت د پنځو چارواکو او د امنیتي ځواکونو وژنې مستند کړې دي.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي، چې په یاده موده کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اتو ترهګریزو بریدونو له امله ۱۶ ملکي کسان وژل شوي او اووه ویشت نور ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې؛ ډېری دا بریدونه او نښتې په کابل، هرات، بامیان، کندهار او بدخشان ولایتونو کې شوې دي.
یوناما په خپل دغه راپور کې په افغانستان د ښځو او د رسنیو وضعیت او شته ستونزو ته هم اشاره کړې ده.
یوناما وایي، چې د روان کال په دغو درېو میاشتو کې د ښځو وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی او پر ښځو د طالبانو محدودیتونه دغه راز روان دي.
په دغو محدویتونو کې د ښځینه کار کوونکو د تنخواوو کمېدو، د ښځو د کار کولو مخنیوي او په ازاد ډول د دوی د ګرځېدو یادونه شوې چې هیڅ کوم بدلون پکې نه دی راغلی.
ملګرو ملتونو په خپل دغه درې میاشتیني راپور کې د رسنیو د محدودیتو له دوام څخه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغو درېو میاشتو کې سیاسي ګوندونو پورې اړوند درې رسنۍ یې تړلي او په خوست او پروان ولایتونو کې یې د موسیقۍ د خپرولو په تور څلور خبریالان هم نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما تر دې وړاندې هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې لا هم په افغانستان کې بشري حقونه په بشپړه توګه نه دي تامین شوي.
اخوا طالبانو بیا په ځلونو د نړۍوالو ادارو په ځانګړې توګه د یوناما راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نارینه‌و ټول شرعي حقونه تامین شوي.

نور خبرونه

رادیو