د المپیک تاریخ کې د سعودي لومړنۍ لامبوزنې مشاعل العاید له خپلو سیالانو سره سیالي وکړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/7bcc20c9cb59168f19d83b69f68aa80a85cff207-1280x822.jpg?rect=0,51,1280,720&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د سعودي عربستان ۱۷ کلنه لامبوزنه مشاعل العاید د دغه هېواد لومړۍ ښځینه لوبغاړې ده، چې د پاریس د المپیک لوبو په تاریخ کې د لامبو په سيالۍ کې ګډون کوي او په خپل ګروپ کې شپږم ځای نیسي.
د سعودي لامبوزنې د لامبو په ۲۰۰ متره ازاد سټایل کې د ۲ دقیقو، ۱۹ ثانیو او یوې ثانیې ۶۱مه برخې په ثبت سره په ټولیز ډول ۲۹م ځای خپل کړ.
العايد په پاريس کې د المپيک نړۍوالې کمېټې د نړۍوالې ټولنې له خوا د سعودي په تاريخ کې د لومړنۍ لامبوزنې په توګه برخه ور کړل شوې ده.
د سعودي عربستان يوه بله لامبووهونکې ۱۶ کلنه زيدالسراج بيا د پاريس المپيک په سيالیو کې د دغه هېواد تر ټولو کم عمره لوبغاړې شوه، چې د ۱۰۰ متر ازاد سټايل لامبو وهلو سياليو کې یې برخه اخيستې.