د پنجره امید غورځنګ: ایران د بشري حقونو د اصولو خلاف افغان کډوال بندیانوي، ځوروي او شړي یې

AP ۱۴۰۳ زمری ۹

د پنجره امید په نامه د مېرمنو غورځنګ وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ګواښ سره مخ افغانان تر ډېره ګاونډیو هېوادونو کې مېشت شوي دي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې ایران له یوې خوا د طالبانو ملاتړ کوي او له بل پلوه د بشري حقونو د اصولو خلاف افغان کډوال بندیانوي، شړي، ځوروي، ربړوي او ورسره ناسم چلند کوي.
دوی وایي، چې په دغو کډوالو کې د پخواني حکومت ښځینه کارکوونکې، د بشري حقونو فعالان، قومي او مذهبي لږکۍ او پخواني پوځيان شامل دي. د دغه کسانو ربړول او د مرګ تر پولې یې رسول د نړۍوالو منل شویو اصولو خلاف کار دی.
د خبرپاڼې له مخې، له افغان کډوالو ملاتړ یو نړۍوال مسوولیت دی او د ایران حکومت باید د کډوالو پرضد خپل سیاست بدل کړي.
دوی د ایران له حکومته غواړي، چې د طالبانو ملاتړ ونه کړي.
خبرپاڼه په ټینګار سره وایي، چې د کډوالو ځورول، ربړول ودورئ او پرېږدئ چې هغوی هلته خوندي ژوند وکړي.
په تېرو وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد تاوتریخوالی زیات شوی، د حکومت تر څنګ عام ایرانیان هم له افغانانو سره زور زیاتی کوي او د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

نور خبرونه

رادیو