هېدربار او د ښځو د حقونو ۳ نورې فعالانې د افغان مېرمنو په اړه د امریکا کانګرس ته وینا کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۸

هېدر بار او د ښځو د حقونو درې نورې فعالانې سبا ته د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د امریکا کانګرس ته ویناوې کوي.
دا ناسته د امریکا د کانګرس د بشري حقونو د کمېسیون له خوا جوړېږي، چې پکې د افغانستان د ښځو د وضعیت او د دوی پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه ویناوې کیږي.

د راپورونو له مخې؛ په دې ناسته کې د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې د مسوولې هېدر بار سربېره د افغانستان د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د ښځو د حقونو فعالانې میترا مهران او وحیده امیري برخه اخلي.
هېدر بار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ په دې ناسته کې به په دې اړه هم خبرې وکړي، چې د امریکا دولت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ترسره شویو جنایتونو په اړه دغه ډله ځواب ویلو ته مجبوره کړي.
یادې مېرمنې په داسې حال کې د امریکا کانګرس ته وینا کوي، چې د دوحې درېیمه ناسته چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۳۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شوې وه، ترې افغان ښځې او د مدني ټولنې استازي د طالبانو په غوښتنه اېستل شوي و، چې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه بیا له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شو.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د افغانستان په ۱۴ میلیونو ښځو او نجونو باندې هغه څه تحمیل کړي، چې د بشري حقونو ډلې یې د "جنسيتي توپیر" په نوم یادوي.
طالبانو له درېیو کلونو راهیسې د ښځو پروړاندې لسګونه بندیزونه لګولي دي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو او نورو ښوونیزو مرکزونو د بندولو ترڅنګ یې په دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو، ورزش او له محرم پرته سفر کولو منع کړي دي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو دغه کړنې بشري ضد جنایت او جنسیتي توپیر بلل کیږي، خو یو شمېر افغانان هم په نړۍوالو ادارو او سازمانونو نیوکه کوي، چې دوی د طالبانو خوا نیولې ده.

نور خبرونه

رادیو