استرالیا کې یوه افغانه ښځه د خپلې لور د جبري واده په تور په درې کاله بند محکومه شوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۸

د اسټرالیا په ویکتوریا ایالت کې یوه افغانه ښځه د خپلې لور د جبري واده کولو په تور په درې کاله بند محکومه شوه.

دغه ښځه په دې تورنه ده، چې خپله لور یې یوه افغان سړي ته په زور ور واده کړې وه او هغه سړي له واده پنځه میاشتې وروسته دغه نجلۍ وژلې ده.

اسټراليايي رسنيو د دوشنبې په ورځ د (زمري اتمه) خبر ورکړى، چې د وژل شوې نجلۍ مور سکينه محمد جان به د زندان د مودې له پاى ته رسېدو وروسته افغانستان ته استول کیږي.

دغې افغان-اسټرالیايئ ښځې د ۲۰۱۹ کال په اګسټ میاشت کې د محمد علي حلیمي په نوم یوه ۲۵ کلن افغان سړي ته خپله ۲۰ کلنه لور رقیه حیدري، چې له خپل لومړي مېړه یې طلاق اخیستی و، په زور ور په نکاح کړې وه.

د قضيې د څارنوال په وينا، محمد علي حليمي له واده پنځه مياشتې وروسته رقيه حيدري وژلې ده.

محکمې محمد علي حلیمي ته عمري بند سزا ورکړې ده.

د محکمې د حکم له مخې، ۴۸ کلنې سکينې فکر کاوه چې د لور طلاق یې د هغې د کورنۍ عزت ته زيان رسولی او له همدې امله يې د خپلې کورنۍ د عزت د بېرته ترلاسه کولو لپاره له بل سړي سره واده کولو ته اړه کړې وه.

خو نوموړې ټینګار کوي، چې هیڅ جرم یې نه دی کړی.

د اسټرالیا د قانون له مخې جبري ودونه جرم دی او سکینه محمد جان لومړنۍ ښځه ده، چې د اجباري ودونو د منع قانون څخه د سرغړونې په تور محاکمه کیږي.

نور خبرونه

رادیو