طالبان: له پاکستان او ایران څخه له شپږ سوو ډېر افغان کډوال راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ زمری ۸

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ‌ ۱۷۲ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو راستنې کړل شوې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د (زمري اوومه) ۱۷۲ افغانې کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۲۱ تنو ته رسیږي د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، د هرات اسلام کلا، د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارې راستنې کړل شوې دي.

طالبان وايي، دغه افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په زور او د ایران له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت وايي، د راستنو شویو افغان کډوالو له ډلې یې له ۱۲۸ کورنیو سره نغدې مرستې کړې، یو شمېر په لنډمهاله پندغالو کې ځای پر ځای کړي او یو شمېر یې هم خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اوسېدو د قانوني اسنادونه پلټه پیل شوې او په ایران کې بیا د افغان کډوالو پر ضد لاریونه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو