طالبان: له پنځه زره ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ زمری ۷

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد افغان کډوال په زور او خپله خوښه له دوه ګاونډیو هېوادونو څخه د نیمروز، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو له له لارې راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (زمري اوومه) نېټه د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ، پنځه زره او ۳۰۳ تنه افغان کډوال له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د کندهار سپین بولدک، د ننګرهار تورخم، د نیمروز ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت ویلي، چې ۳۰۹ تنه افغان کډوال په زور له پاکستانه او (۴۹۹۴) افغان کډوال په وزر او خپله خوښه له ایرانه راستانه کړل شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ایرانه، درې زره ۲۵۳ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او (۱۷۴۱) تنه بیا د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې راستانه کړل شوي.

طالبان وايي، تازه راستانه کړل شوي کډوال یې له نوم لیک لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوراک نړېوال پروګرام ته ور پيژندلي دي.

دغه افغان کډوال په داسې حال له ګاوندیو هېوادونو څخه راستنیږي، چې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له نوي مشر سره په لیدنه کې د کډوالو د راستنېدو د «بیا مېشتیدو او دایمي یو ځای کېدو لپاره» د یادې ډلې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په پلي کولو کې د ملګرو ملتونو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

له تېر کال راهیسې د پاکستان او ایران حکومتونه هره اوونۍ زرګونه کسان افغانستان ستنوي او له ایران څخه بیا د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه هم ورکړل کیږي.

نور خبرونه

رادیو