د ښځو کرېکټ اسیا جام؛ سرېلانکا هند ته په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل اتلولي خپله کړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۷

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیا جام په سيالیو کې نن سرېلانکا لوبډلې په پای لوبه کې هند ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه او په لومړی ځل يې د دې سياليو اتلولې په خپل نوم کړه.

د سرېلانکايي لوبغاړو چماري اتاپتهو ۶۱ او هرشیتا سماراویکراما په ۶۹ منډو لوبډله اتلولۍ ته ورسوله.

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسيا جام د سياليو د پايلوبې پچه هند ښځينه کرېکټ لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هند لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سرېلانکا لوبډلې ته ۱۶۵ منډې هدف وټاکه.

سرېلانکا لوبډلې په ۱۸.۴ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير وګټله.

سرېلانکایي لوبغاړې هرشتيا سماراويکراما د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه.

دا لومړۍ ځل دی، چې سرېلانکا ښځينه لوبډله د اسيا جام اتلولي په خپل نوم کوي.

د ښځو کرېکټ اسیا جام دې نهم پړاو کې دا نهم ځل دی، چې هند پایلوبې ته وځي.

هند تر دې وړاندي ۷ ځلي دا جام ګټلی؛ خو دا يې دويمه ماته ده.

تر دې وړاندي د ۲۰۱۸ کال د ښځو کرېکت د ۲۰ اوره سياليو په پايلوبه کې بنګلدېش هند په درېیو ويکټو ماتې ورکړې وه.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په نوښت د ښځو کرېکټ اسیا جام د سرېلانکا په کوربتوب جوړ شوی و.

په دې جام کې د بنګلدېش، هند، پاکستان، سرېلانکا، ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارات د ښځو ملي لوبډلو ګډون درلود.

نور خبرونه

رادیو