د ښځو کرېکټ اسیا جام؛ هند او سريلانکا سبا په پايلوبه کې سره لوبيږي

AP ۱۴۰۳ زمری ۶

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیا جام د سيالیو په پايلوبه کې به سبا د هند او سريلانکا لوبډلې يو د بل په وړاندي ولوبيږي.

هند په نېمه پايلوبه کې بنګلدېش او سريلانکا پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

د بنګلدېش ښځېنه لوبډلې پرون په نېمه پايلوبه کې تر پچې ګټلې وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بنګلدېش لوبډله په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۸۰ منډې جوړې کړې.

هند لوبډلې په خپلو پيليزو لوبغاړو په ۱۱م اور کې دغه هدف پوره کړ او پايلوبې ته په قوي مورال ولاړل.

د نیمه پايلوبې په دویمه سيالۍ کې سريلانکا د پاکستان څخه د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

د پاکستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې جوړې کړې.

د سريلانکا لوبډلې په ۱۹.۵ اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او پاکستان ته يې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د ښځو کرېکټ اسیا جام دې نهم پړاو کې دا نهم ځل دی چې هند پایلوبې ته وځي.

هند تر دې مخکې ۷ ځلې دا جام ګټلی او اوس یې اتم ځل ګټلو ته مبارزه کوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د ښځو کرېکټ اسیا جام د سریلانکا په کوربتوب د رواني جولای مياشتې پر ۱۹ پيل او د همدې مياشتې پر ۲۸ یې سبا پایلوبه کېږي

نور خبرونه

رادیو