د بشري حقونو څار سازمان: د پاریس المپیک پیل شو، خو افغانستان کې ښځې له سپورټه بې برخې شوې

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د پاریس المپيک داسې مهال پیل شوی چې طالبانو په افغانستان کې مېلیونونه ښځې او نجونې د زده‌کړو او سپورټ له حقه بې برخې کړې دي.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې د نجونو او مېرمنو پر بنسټیزو حقونو لګېدلي بندیزونه نور لرې کړي.
د بشري حقونو څار سازمان د پاریس المپیک له پیل سره هم‌مهاله په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د پاریس المپیک داسې مهال پیلیدونکی دی، چې په افغانستان کې مېلیونونه نجونې او مېرمنې د زده‌کړو او ورزش څخه راګرځول شوې دي.»
د بشري حقونو دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې د افغان نجونو او مېرمنو سره دې خپل ناوړه چلند پای ته ورسوي او پر هغوی دې لګېدلي بندیزونه نور لرې کړي.
طالبانو په تېرو درېیو کالو کې د ښځو په کار کولو سخت بندیزونه لګولي دي.

دغې ډلې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته، دا رنګه بوهنتونونو او نورو ښونیزو مرکزونو ته پر هغوی د لګېدلو بندیزونو تر څنګ هغوی له سپورټ څخه هم منعه کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک کمېټې ویاند تېره میاشت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي و، هغه درې افغانې نجونې په رسمیت نه پېژني چې د پاریس په المپیک کې ګډون کوي.
د افغانستان شپږ تنه لوبغاړي، (درې مېرمنې او درې نارینه) د افغانستان په استازیتوب د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې برخه لري.
بله غاړه پنځه تنه نور افغان لوبغاړي د المپیک په نړۍواله کمېټه کې د کډوالو په ډله کې هم برخه لري، چې په دې توګه د پاریس په المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو شمېر یوولسو تنو ته رسېږي.