د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۳ زرو ډېر کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۳ زره او ۴۷۹ افغان کډوال د (زمري په ۴مه او ۵مه نېټه) په خپله خوښه او جبري توګه له ایران او پاکستانه ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د اړوندو سرحدي امریتونو د مالوماتو له مخې راغلي، ۴۱ کورنۍ چې ټولټال ۲۰۸ تنه کېږي د تورخم له لارې، ۴۲ کورنۍ چې ټولټال ۱۹۶ کسان کېږي د سپین بولدک له لارې، ۲ زره او ۳۸۵ تنه د اسلام کلا له لارې او ۶۹۰ تنه بیا د ورېښمو پله له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه کسان تر ستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام ته ورپېژندل شوي دي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي و، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي او د هغوی د (پي او ار) کارټونو موده دې وغځول شي.
هغه ویلي و، چې دمګړۍ له پاکستانه د کډوالو د اېستلو چاره درول شوې ده؛ خو تېره اونۍ په اسلام اباد کې پولیسو هغه افغانان ونیول او له ځانه سره یې بوتلل، چې د ویزو موده یې بشپړه شوې وه.