ملګري ملتونه: افغان مېرمنې وايي د عدالت ترلاسه کولو لپاره په ټولو پړاوونو کې بې برخې شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او یوناما وايي، په افغانستان کې مېرمنې د عدالت تر لاسه کولو په برخه کې له پرېکړو بې برخې شوې او اړې دي چې ټوله اتکا پر نارینه‌و او ټولنې وکړي.

په هغه راپور کې چې درې واړو نړۍوالو بنسټونو چمتو کړی، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۸۸ مېرمنو سره مخامخ او د ټیلیفون له لارې مرکې شوې دي.

دغه مرکې د روان کال د اپرېل میاشتې د ۱۷مې څخه تر ۲۹مې پورې شوې؛ خو په اړه یې راپور تازه خپور شوی دی.
په دغو مرکو کې مېرمنو ویلي، هغه قوانین چې د دوی په اړه جوړ شوي او پر دوی پلي کېږي، دوی نه شي کولای په اړه یې یا چا ته څه ووايي او یا هم د اعتراض غږ اوچت کړي.
په راپور کې دا رنګه راغلي چې، په افغانستان کې ۸۰ سلنه مېرمنې د مهمو موضوعاتو په اړه د سیمه‌ییزو چارواکو سره هېڅ ډول اړیکې نه ‌لري او د عدالت د ترلاسه کولو لپاره اړې دي چې پر نارینه‌وو او ټولنې اتکا وکړي.
د ملګرو ملتونو بنسټونو په دغه راپور کې د مېرمنو امنیت او خوندیتوب ته هم کتنه کړې او ویلي یې دي، چې د جنورۍ د میاشتې پرتله دا مهال مېرمنې د خپل امنیت په اړه ډېرې ډاډمنې نه دي.
په راپور کې ویل شوي، ۶۴ سلنې ښځو ویلي کله چې له کوره د باندې وځي، «د هیڅ ډول خوندیتوب احساس نه کوي.»
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې ګڼ هغه نارینه چې د خپلو کورنیو له ښځینه غړو سره چېرته روان وي؛ نو ځانونه خوندي نه ګڼي.
مرکه شویو ۶۴ سلنې ښځو ویلي چې په یوازې سر له کوره د باندې ځانونه خوندي نه ګڼي او ډېر ځله په عمومي غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي، هغوی له سیمه‌ییزو چارواکو سره اړیکې نه لري او نارینه یې باید استازیتوب او د عدالت غوښتنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو