د ښځو کرېکټ اسیام جام کې هند د بنګلدېش ماتولو سره پایلوبې ته ووت

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې نن په سریلانکا کې د اسیا جام نیمه پایلوبه کې بنګلدېش ته په ماتې ور کولو سره په نهم ځل د دې جام اتلولیو ته ووتله.

د دې جام پایلوبې ته د وتلو لپاره نن سریلانکا له پاکستان سره لوبه لري.

د سریلانکا په دمبولا ښار کې بنګلدېش د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه.

دې لوبډلې د اتو لوبغاړو سوځېدو سره په شلو اورونو کې اتیا منډې جوړې کړې.

په مقابل کې هند د لسو ویکټو په لرلو یا خپلو پرانیستونکو لوبغاړو سره دا هدف پوره او پایلوبې ته ووت.

د ښځو کرېکټ اسیا جام دې نهم پړاو کې دا نهم ځل دی چې هند پایلوبې ته وځي.

هند تر دې مخکې ۷ ځلې دا جام ګټلی او اوس یې اتم ځل ګټلو ته مبارزه کوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د ښځو کرېکټ اسیا جام د سریلانکا په کوربتوب رواني جولای مياشتې پر ۱۹ پيل او د همدې مياشتې پر۲۸ یې پایلوبه کېږي.

نور خبرونه

رادیو