د ښځو د کرېکټ اسیا جام نیمه پایلوبه سبا کېږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/7529aa376ef9762a3e8f3b31566ff10eab8a211d-800x600.jpg?rect=0,75,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ښځو د روان میلادي کال د کرېکټ اسیا جام نیمه پایلوبه کې سبا بنګلدېش له هند او پاکستان له سریلانکا سره لوبېږي. د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د ښځو کرېکټ ملي لوبډو اسیا جام د رواني جولای مياشتې پر ۱۹ پيل او د همدې مياشتې پر۲۸ یې پایلوبه کېږي.
په دې جام کې د بنګلدېش، هند، پاکستان، سریلانکا، ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارات د ښځو ملي لوبډلې برخه لري.
د دې جام سیالۍ په دوو ډلو وېشل شوې وې. په لومړي ګروپ کې « بنګلدېش، هند، پاکستان او سريلانکا» او په دوهم ګروپ کې « ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارت» یو د بل په وړاندي لوبېږي.