په سویس کې د افغانستان استازولي د طالبانو له‌خوا پر ښځو د شویو تاوتریخوالو اسناد ثبتوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

په ژینیو کې د افغانستان سفارت د څلورم راپور د جوړولو لپاره د طالبانو په واکمنۍ کې د مېرمنو پر وړاندې د تبعیض د لمنځه وړلو په برخه کې د اسنادو او شواهدو د لېږلو ِغوښتنه کړې.

په پام کې ده، چې د مېرمنو پر وړاندې د تبعیض د لرې کولو کمېټه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ په میاشت کې جوړه شي.
د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه د سه شنبې په ورځ په اېکس پاڼه ولیکل، چې «د دغه راپور جوړول او وړاندې کول د تجربو د شریکولو، ستونزو، عدالت غوښتنې او په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د مېرمنو د لید لوري د معلومولو او د هغوی له حقونو څخه د دفاع او ازادیو لپاره ښه فرصت دی.»
په دې برخه کې له ټولو مېرمنو، د بشري حقونو د مدافعانو، د مدني ټولنې د بنسټونو، له هغې ډلې د مېرمنو د حقونو د مدافعانو، د نا دولتي او له نړۍوالو سازمانونو څخه غوښتنه شوې، چې د ښځو د سیسټماتیکې ځپنې په اړه دې ټول اسناد او لاسوندونه د افغانستان د بشري حقونو په استازولۍ کې د بشري حقونو شورا ته وسپاري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي وویل، چې د افغانستان په اړه څلورم دوره‌یي راپور به د ښځو پر وړاندې د تبعیض او ستونزو د لرې کولو په نوویمه غونډه کې وارزول شي، چې په پام کې ده د راتلونکې کال د فبرورۍ له درېیمې تر ۲۱ مې نېټې پورې جوړه شي.
د دغې استازولۍ په خبر پاڼه کې راغلي، چې ګډونوال کولای شي په مجازي غونډو کې چې د اګسټ په میاشت کې جوړېږي، خپلې ستونزې، معلومات او یا اسنادونه واستوي او یا دې د دغې استازولۍ په پته اېمیلونه ولېږي.
دغه دفتر د اسنادو د لېږلو لپاره وروستۍ نېټه د سپټامبر لسمه ټاکلې ده.

نور خبرونه

رادیو