د طالبانو کډوالو وزارت: له دوو زرو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوه زره او ۷۹ تنه کډوال له ایران او پاکستانه د کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.
دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال تېره ورځ افغانستان ته راستانه شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه د (زمري څلورمه) په خپله ویب پاڼه لیکلي، چې د زمري میاشتې په درېیمه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۶۶۴ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه له ایرانه راستانه شول.
همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ ۴۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۸ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۷ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.
دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.
دغه کډوال په داسې حال کې د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې درې اوونۍ وړاندې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.
په دې وروستیو دوو اونیو کې د پاکستان په اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې یو ځل بیا پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو نیول پیل کړي او وايي هغه کډوال به نیسي چې وېزې او نور اړوند اسناد نه لري.

نور خبرونه

رادیو