طالبان: نږدې پنځه زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې څلور زره ۹۹۲ تنه افغان کډوال د نیمروز، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو له لارې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام؛ د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ نږدې پنځه زره افغان کډوال د ابریښم پله، اسلام کلا، سپین بولدک او تورخم له لارو راستانه کړل شول.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴ تنو ته رسېږي، د ننګرهار د تورخم او ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۸ تنو ته رسېږي د کندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان د حکومت له لوري په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
همدارنګه د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې (۲۳۵۷) تنه د هرات ولایت د اسلام کلا او (۲۲۷۳) تنه افغان کډ‌وال د نیمروز ولایت د ابریښم پله له لارې د ایران حکومت له خوا په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو سازمان ته ور پېژندلي دي.
دغه کډوال په داسې حال کې له دوو ګاوڼدیو هېوادونو راستانه کړل شوي، چې په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران حکومتونو په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو د کار کولو او ژوند کولو شرایط خورا سخت کړي دي.
د راپورونو له مخې، دوه ورځې وړاندې د ایران په تهران ښار کې د یوه ایراني وګړي د وژل کېدو په بدل کې ایرانیانو د یوې مېنداورې مېرمنې په ګډون ۳ افغانان وژلي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په تهران ښار کې افغان کډوال د ایراني وګړو د نامناسب چلند له امله ان له کورونو هم نه راوځي.

نور خبرونه

رادیو