په تاریخ کې تر ټولو لنډ واده؛ د واده یوه جوړه یوازې په درېیو دقیقو کې یو له بله جلا شوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د نړۍ تر ټولو لنډ واده د ټولنیزو رسنیو کاروونکي حیران کړل.
په کویټ کې یوې جوړې تر واده پنځه دقیقې وروسته طلاق واخیست. د دوی له نکاح کولو ایله درې دقیقې تېرې وې چې بېرته د طلاق مرحلې ته ولاړل.

د کویټي رسنیو د راپور له مخې، دا د دغه هیواد په تاریخ کې تر ټولو لنډ واده بلل شوی.
د رسنیو د راپورونو له مخې د نوې واده شوې جوړې تر منځ د طلاق لامل دا و چې مېړه د واده له مراسمو د وتلو پر مهال په ناوې ملنډې ووهلې.
واده په محکمه کې ترسره شو، کله چې جوړه له واده وروسته له محکمې څخه ووتله، د ناوې پښه وښوېده. په دې وخت زوم هغه «احمقه» وبلله.
د دې خبرې په اورېدو ناوې په غوسه شوه او بېرته د محکمې ودانۍ ته دننه شوه، قاضي ته ورغله او د واده د بېرته طلاق غوښتنه يې وکړه.
د عریضې له اورېدو وروسته قاضي له واده یوازې درې دقیقې وروسته دې جوړې ته د جلا کېدو حکم صادر کړ.

نور خبرونه

رادیو