د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار: په افغانستان کې د ښځو او لږکیو وضعیت د اندېښنې وړ دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ویلي، په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ډونلډ لو وایي، تر هغه چې د افغانانو حقونو ته درناوی نه وي شوی له طالبانو سره یې اړیکې عادي حالت ته نه شي ستنېدلای.

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې هغې کمیټې ته وړاندې کړې، چې د سوېلي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د بودجې په اړه د بحث لپاره رابلل شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي له افغان طالبانو هم غوښتي، چې د دوی په بند کې ټول امریکايي بندیان خوشې کړي.
هغه په دغې کمیټه کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته امریکا د افغانستان سره یواځینی مرسته کوونکی هېواد دی.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه له افغانستانه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته واشنګټن له افغانستان سره له ۱۷.۹ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
له بل پلوه د دغه کمیټې یو استازي براډ شېرمن ډونلډ ټرمپ په درواغ ویلو تورن کړ.
هغه ویلي، د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال په ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ته مرګ ژوبلې د نه اوښتو خبره دروغ ده.
هغه زیاته کړې، دغه دروغ د متحده ایالاتو د ۶۳ سرتېرو یادونو ته سپکاوی کوي چې د هغه د ادارې پرمهال وژل شوي وو.

نور خبرونه

رادیو