د بشري حقونو مدافعانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې وڅېړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه چې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو د همغږۍ شبکه ده، پر نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کړی چې ایران کې دې ژر تر ژره د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره د تاوتریخوالي او "ناانساني چلند" د کمولو او حل لپاره مداخله وکړي.

دغه بنسټ چې مرکز یې په جنیوا کې دی، په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له مشر فیلیپو ګراندي څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړي او د دې هېواد له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ولاړ شي.

په وروستیو ورځو کې د تهران په ګډون د ایران په بېلابېلو ښارونو کې پر افغان کډوالو د ډله ییزو بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

ځینې راپورونه ښيي، چې افغان کډوال وهل شوي او کورونه یې سوځول شوي دي.

همدا راز، د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د ایران له حکومته غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې د نړۍوالو منل شویو معیارونو پر بنسټ چلند وکړي او د افغان کډوالو پر وړاندې دې د کرکې د ترویج څخه ډډه وکړي.

په دې اعلامیه کې د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون له غړو هېوادونو غوښتل شوي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره "په نړۍواله او سیمه ییزه کچه رغنده ډېپلوماسي وکاروي".

دې اعلامیې د ایران پر خلکو غږ کړی، چې د افغان کډوالو په وړاندې چې په اوسني وضعیت کې د بشري مرستو مستحق دي، زغم ولري.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې خبرداری ورکړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام د دواړو هېوادونو کلتوري او ټولنیزو اړیکو ته چې ژورې تاریخي او کلتوري ریښې لري، ناوړه پایلې لرلی شي.

له درېیو افغان کډوالو سره په شخړه کې د یوه ایراني د وژل کېدو له خبر وروسته د پلازمینې په ختیځ کې یو شمېرافغان کډوال وایي؛ د ځایي خلکو له پراخ ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

تېره اونۍ راپور ورکړل شوی و، چې یو ایرانی له درېیو افغان کډوالو سره په جګړه کې ووژل شو.

له دې پېښې وروسته د تهران له ختیځ څخه څو تنو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته لیکلي، چې په دې وروستیو ورځو کې ځايي خلکو د دې سیمې په پارکونو، کوڅو او د میټرو په تمځایونو کې پر افغان کډوالو بریدونه کوي.

همدا راز، افغانستان انټرنشنل داسې ویډیوګانې ترلاسه کړې، چې د تهران په ختیځ ۱۵مه سیمه کې خایي خلک څو کسان رانیولي او وهي یې، د ویډیو لیږونکي وایي چې دا افغان کډوال دي، چې د ځایي خلکو له خوا وهل کیږي.

نور خبرونه

رادیو