د پښتونخوا په جنوبي برخه کې پروت بنو ښار کې د جولاۍ په نولسمه د لکونو خلکو په ګډون د ترهګرۍ په باره کې د حکومتي پالیسیو خلاف یو داسې ستر لاریون وشو چې د بنو په تاریخ کې د دې نه وړاندې هیڅ کله بنوڅیان «د بنو وګړي» په دومره غټه کچه د احتجاج لپاره کوڅو او بازارونو ته نه وو را وتلي.

د دې سوله ییز ولسي پاڅون او لاریون دوه مهمې ځانګړتیاوې دا وې چې یو خو د دې احتجاج غږ کوم سیاسي ګوند له خوا نه وو شوی، بلکې د بنو تاجرانو او د مدني ټولنې ځینې غړو خلکو ته د را وتلو غږ کړی و، ځکه په دې کې د ټولو سیاسي ګوندونو محلي غړو ګډون وکړ.

بله دا چې په لاریون کې ګډونوال ټول د بنو محلي خلک وو، د نورو ضلعو نه ورته څوک نه وو راغلي.

د بنو ضلعې نفوس د شپاړسو لکو شاوخوا او د بنو ښار نفوس څلور لکه اټکل کیږي.

د دې نه وړاندې د جولاۍ د میاشتې په پنځلسمه نیټه د بنو په پوځي ګارنیزیون د طالبانو یو خطرناک برید شوې و او بیا تر څلرویشت ساعتو په ګارنیزیون کې د دواړو خواو جنګ ادامه وکړه، چې پکې لس بریدګر او اته پوځیان مړه شول.

دغه جنګ په ټول ښار ډیره ناوړه اغیزه وکړه، دا جګړه ځکه وړه یا محدوده نه وه، چې د پوځ خاص قطعې د نورو ځایونو نه په جګړه کې د برخې اخستلو لپاره راغلې وې.

پوځي هیلي کوپترو هم په جګړه کې برخه واخیسته او په تیره دا چې د ګارنیزیون د ننه په جنګ بوخت طالب جنګیالیو ته هم د بهر نه یو ځل کومک راغی.

د درندو وسلو د شور نه د ښار خلکو خوب و نه کړ، جګړه د څه وخت لپاره د ګارنیزیون سره نزدې د یوه واړه بازار دکانونو ته راغله، ځايي خلکو په پوځیانو تور پورې کړ چې د هغوی په ډزو پنځه بې ګناه مزدوران ووژل شول چې په دغه بازار کې یې کار کاوه او د طالبانو او پوځ تر منځ جګړې سره یې هیڅ اړیکه نه لرله.

د خلکو قهر په دې هم را وپارید چې تر څو ساعتو پوځیانو ملکي افرادو ته د مړه شویو مزدورانو د جسدونو پورته کولو اجازت نه ورکاوه.

د خلکو د نارامۍ او د قهر بله وجه په اصطلاح د ښو طالبانو هغه دفترونه وو چې په بنو ښار او نواحي سیمو کې د پوځي استخباراتو په اجازت جوړ شوي او په منظم فعالیت بوخت دي.

د پاکستان پوځ هغه طالبان ښه بولي چې په افغانستان کې جنګیږي، خو پاکستان کې جګړه نه کوی او له پوځي استخباراتو سره همکاري کوي.

کوم طالبان چې په پاکستان کې بریدونه کوي هغه بد طالبان بلل کیږی، خو د بنو ځايي وګړي وايي، چې د په اصطلاح د ښو او بدو طالبانو په استخباراتي لوبو کې په پښتونخوا کې ترهګري خوریږي، نو ځکه د بنو د ولس غوښتنه دا وه چې دغه دفترونه باید سملاسي وتړل شي.

دا خبره د یادولوده چې د ښو او بدو طالبانو دغه استخباراتي لوبه تر بنو محدوده نه ده، په هر ځای کې د پوځ استخباراتو دغسې وسلوال د خپلې خوښې د کارونو لپاره ساتلي دي.

د پښتون ولس له خوا د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو د پلان د مخالفت یوه غټه وجه د پاکستان د پوځ په باره کې هغه بې باوري چې د دغسې استخباراتی لوبو په نتیجه کې پیدا شوې ده، د بنو په تاریخي پاڅون باندې پوځیانو ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې د ځینې راپورونو له مخې څلور تنه مړه او تر پنځویشتو زیات کسان ټپي شول.

پاڅون پسې پرلت

د پاڅون نه یوه ورځ پس د بنو ولسونو د خپلو غوښتنو د منل کیدلو لپاره پوځي ګارنیزیون ته مخامخ په یوه لوی پرلت لاس پورې کړ، چې زرګونو کسانو پکې برخه اخستې ده.

هسې خو په ټوله پښتونخوا کې د طالبانو له خوا په پوځي چوڼیو، د پولیس په مراکزو او نورو ځایونو بریدونه کیږي،خو د پښتونخوا د جنوب په لسو ضلعو د کورمې او کوهاټ نه تر جنوبي وزیرستان او ډیره اسماعیل خان کې ګرم او پراخ جنګ روان دی.

د کوهاټ نه د کراچۍ په لور تلونکې په انډس شاهراه باندې د ماښام نه پس پولیس خپلې څوکۍ پریږدي او په ښاریو کې خپلو قرارګاوو ته ننوځي، خو دا کار په یو څو میاشتو کې نه دی شوی.

دا سلسله د تیرو پنځو کلونو نه روانه وه، پښتنو سیاستوالو په وار وار دغه خطره په ګوته کړه، د پښتنو ملتپالو نه علاوه د مولوي فضل الرحمان غوندې مذهبي مشرانو هم دغه تهدید ته ډیر ځله ګوته ونیوله، خو پاکستاني پوځ دا خبره ردوله او دا یې د سیاستوالو وهم باله. مرکزي او ایالتي حکومتونه هم د پوځ د دریځ شا ته پټیدل.

د پاکستاني جنرالانو د دغه چل ول په وجه په پښتون ولس کې دا فکر زیږیدلی دی، چې طالب جنګیالو ته د ډیورنډ دواړه غاړې سپارل په اصطلاح د بین المللي لویې لوبې برخه ده، چې یو ځل بیا تاوده نیابتي جنګونه د افغان/پښتون وطن ته را وړي.

پاکستاني جنرالان او افغانستان کې د طالبانو امارت په دې لوبه کې محلي قراردادیان دي. دوی یو ځل بیا د ځايي ولسونو نه د جنګ خاشاک جوړول غواړي، نو ځکه تر اوسه د پاکستانيپ وځ جنرالانو د خلکو په تشویش او غوښتنو غوږ نه دی ګرولی او ترهګري یې زیاتیدلو ته پریښوده، چې د پوځي عملیاتو شروع کولو ته جواز بیا مومي،ځکه چې دوی ته دغه اجنډا سپارل شوې ده.

د بنو تاریخي پاڅون نه وړومبی او نه اخري پاڅون دی، که د تیرو څو کلونو مطبوعات وکتل شي نو دا حقیقت جوتیږي چې د ترهګرۍ د خوریدو او د پاکستاني جنرالانو د فریب ډکو لوبو په ضد د پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې د امن لپاره پاڅونونه روان پاتې شوي دي.

اوس هم د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې په دې مسله پرلتونه په جریان کې دي.په واڼه، ټانک، بنو، باجوړ او ځینې نورو سېمو کې د پرلتونو خبرونه هره ورځ په میډیا کې لیدل کیږي.

د زړه غټاوي اصل خبره دا ده چې د پښتونخوا عام ولس په دې پوه شوی دی چې په سیمه کې د اوږده جنګ په جریان کې دلته جنګي اقتصاد مینځ ته راغلی دی، جرنیلان او جنګ سالاران په جنګونو کې میلیاردران شوي اوغواړي چې د نورو پیسو او سیاسي قدرت لاس ته راوړلو لپاره د افغانانو په وینو نور جنګونه پیل کړي.

د پښتونخوا خلکو د دغو شیطاني لوبو په ضد سوله ییز مقاومت ته لاس اچولې،چې د یوې ورځې نه بلې ورځې ته قوت مومي، که خیر د خدای شوی وي، دوی به بریالي کیږي. انشاالله .

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو