د ځواکمنو مېرمنو غورځنګ د طالبانو له بنده د محمدانور پناهي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د ځواکمنو مېرمنو غورځنګ ادعا کړې، چې طالبانو د پوهنتون استاد محمدانور پناهي نیولی او سخت یې ربړولی دی.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې محمدانور پناهي اوس‌مهال د طالبانو په بند کې له سختې ربړونې سره مخامخ دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خلک په بد وضعیت کې دي.
د خبرپاڼې له مخې، نن سبا د بشري حقونو د سرغړونې، په بیان ازادۍ د سختو بندیزونو لګول، د خلکو د ځپنې او ربړونې راپورونه ډېر لاس په لاس کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبان د سخت قانون په وضع کولو او سختو سزاګانو په ورکولو سره د افغانستان د خلکو د ژوند ډېری برخې اغېزمنې کړې دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې ښځې او نجونې د زده‌کړې، کار او ازادۍ په برخه کې له جدي بندیزونو سره مخامخې دي.
خبرپاڼه کې راغلي:« طالبانو استاد محمدانور پناهي د افغانستان د خلکو د حقونو د دفاع په تور نیولی دی.»
خبرپاڼه وایي، دغه نیونې داسې مهال ترسره کېږي چې طالبان ادعا کوي د افغانستان ټول خلک په سیاسي او اقتصادي چارو کې په ډاډ سره ونډه اخیستلای شي.
دوی د طالبانو له زندانه د دغه استاد د خلاصون غوښتنه کوي، چې د دوی په وینا د بشري حقونو او د بیان ازادۍ د ارزښتونو په ملاتړ نیول شوی دی.

خو طالبانو لا په دې تړاو څه نه دی ویلي.

نور خبرونه

رادیو