د ښځو کرېکټ اسیا جام؛ پاکستان لوبډلې د ۱۰ ويکټو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/7068a6c924b96b21adba8fc2e7de0d6039ff8e6c-1290x848.jpg?rect=0,61,1290,726&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیا جام په سيالیو کې نن د پاکستان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۱۰ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. پاکستان د څلورو نومرو په درلودلو سره د دې سياليو د اول ګروپ په دویم مقام او متحده عربي اماراتو لوبډله بيا د جدول په پای کې قرار لري.
د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسيا جام د سياليو د ۹مې لوبې پچه پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې وګټله او لومړۍ يې ډګر ساتنه او توپ اچونه غوره کړه.
د متحده عربي اماراتو ښځينه کرېکټ لوبډلې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۴ منډې هدف وټاکه.
پاکستانۍ توپ اچوونکو صديقې اقبال او نشرا سندو دوې - دوې لوبغاړې وسوځولې.
پاکستان ښځينه کرېکټ لوبغاړو د ۱۴.۱ اور کې په دوو پيليزو لوبغاړو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د لسو ويکټو په توپير وګټله.
د دې سياليو د لومړۍ ګروپ څخه هند ښځينه کرېکټ لوبډله د ۶ نومرو او پاکستان لوبډله د ۴ نومرو په لرلو د سياليو دویم پړاو ته لاره پېدا کړه.