شننه؛ د نصاب پاکستانیزه کېدل، څه باید وشي؟
له پاکستان سره د افغانستان د راتلونکي نسل د نزدیکیت لپاره د نصاب په اډانه کې د بدلون په اړه د ملا فضلالرحمان څرګندونې مهمې او د اندېښنې وړ دي. زه یې ځکه د اندېښنې وړ بولم چې له طالبانو سره د دې سړي د اړیکو نږدېوالی ښيي، چې پر دوی یې اغېز څومره جوت دی.
د بېلګې په توګه؛ د طالبانو مشر تر اوسه له خپلو ځینو چارواکو سره له لیدنې پرته هیچا سره لیدنې ته لېوال شوی نهدی، خو له ده سره یې په نیمه شپه وکتل.
بله دا خبره ځکه جدي ده، چې موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې لیدل کېدل یو پاکستانی ملا د افغانستان د یوه ښوونځي دننه استادانو ته په اردو ژبه لارښوونې او تبلیغ کوي.
اوس بحث زموږ په افغانانو دی چې څه باید وکړي؟
لومړی د هر ملتپال ښوونکي مسوولیت دی، چې د راتلونکي نسل سره منصفانه او د خپلې ایماني وجیبې پر بنست اړیکه جوړه کړي او که نصاب کې داسې څه ګوري چې د پاکستانیزه کېدو هڅه وي، باید زدهکوونکي پوهه کړي چې دا "رانګ نمبر" یا دیکته شوې پالیسي ده.
ښوونکي باید زدهکوونکي وپوهوي چې پاکستان او افغانستان سره واحده تګلاره نهلري، پاکستان نه ښه ګاونډی، نه ښه دوست او نه یو په تمامه مانا مسلمان هېواد دی.
دا باید له لومړي ټولګي زدهکوونکو ته ور زده شي چې پاکستان عملا د افغانستان یوه لویه برخه جغرافیه غصب کړې، د "ډیورنډ په نوم د کرغېړنې معاهدې" چې یو ملت یې سره وېشلی وخت پوره شوی او پاکستان د دې شوې هوکړې د یوه لوري په توګه هم مطرح هم نهدی.
زدهکوونکي باید وپوهول شي چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره نامناسب چلند کړی، له یې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی، په افغانستان کې یې د هر ډول جګړې په پیل او زیاتېدو کې مرسته کړې.
په پاکستان کې د افغان کډوالو بېحرمتي او په نړیوال سټېج د افغانانو په کلتور او عزت ملنډې وهل، هغه بحثونه دي چې زموږ راتلونکي نسل ته باید ور وښودل شي چې دا هېواد"پاکستان" زموږ د ملت پر وړاندې څه ډول سیاست لري.
دویمه خبره د والدینو مسوولیت دی. پوهېږم چې شاید له پاکستان سره د اړیکو د نږدیکیت پر بنسټ د جوړ شوي نصاب پر ضد لکه د یوه ویښ ملت غږ پورته نهشي، مګر لږ تر لږه هر پلار و مور باید هره شپه له خپل زوی و لور وپوښتي چې نن یې څه زده کړل.
د هغوی کتابونه وګوري چې څه په کې دي، څه ور ښودل کېږي او له کتاب پرته زدهکوونکو ته په ښوونځیو کې څه ویل کېږي؟ په دې کې شک مهلري چې شاید یو شمېر ښوونکي مشخصا د دې تګلارې د عملي کېدو لپاره ګمارل شوي وي.
د پلار و مور دنده ده چې خپل اولادونه په ځانګړي ډول هغوی چې له لومړي ټولګي زدهکړه پیلوي، په دې پوهه کړي چې کومه خبره سمه او کومه ناسمه ده. احتمالا چې په دې مرحله کې زدهکوونکي په دوه لارو کې ګېچ شي، اما والدین باید هغوی ته د اوسني وضعیت روښانه تصویر وړاندې کړي چې ولې داسې کېږي او ولې دا جبر روان دی.
له نیکهمرغه ځوان نسل د پاکستان پر وړاندې په تمامه مانا پوهه دی. پهدې کار کې ټولنیزو رسنیو کې هم خورا مرسته کړې ده او له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ په بنسټ ولاړ سیاست یې خورا روښانه کړی دی، خو تمرکز زموږ په نوي نسل یا تنکیو ماشومانو دی.
زه هیله لرم چې د زمانې په دې حساسو شرایطو کې چې د افغان تاریخ او هویت پر وړاندې ډول ډول دسیسې جوړې شوي او په جوړېدو دي، زموږ ملت هوښیارانه تګلاره خپله کړي او د خپل راتلونکي نسل د ذهني روښانتیا لپاره هره لاره چې یې په وس کې ده، عملي کړي.
د افغانستان د راتلونکي نسل فکري رغونه او په تاریخي مسایلو او اړیکو د دوی پوههول زموږ د ټولو مسوولیت دی او په دې برخه کې باید ټول یو موټی و اوسوو.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.