د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کابل کې د کار په اړه ملي غونډه وربولي
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې «د کار ملي کنفرانس» د سه شنبې په سهار (د زمري په ۲مه) نېټه په کابل کې پرانېستل شو. د دغه وزارت په خبره، دغه دوه ورځینۍ غونډه د وزګارتیا د لاملونو د ارزولو او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړه شوې ده.
دغه وزارت تېره اونۍ ویلي و، چې په دغې غونډه کې به د دولتي ادارو تر څنګ د خصوصي سکټور، د کورنیو او نړۍوالو ادارو او سازمانونو استازي هم برخه ولري.
طالبانو په افغانستان کې تر اوسه د وزګارتیا په اړه هیڅ شمېرې نه دي خپرې کړې؛ خو د کډوالۍ نړۍوالې ادارې بیا په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ویلي و، چې شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان وږي او له بېکارۍ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي، چې وزګارتیا په افغانستان کې د ډېرېدو په حال کې ده، ځکه وړې او منځنۍ کارخونې لا هم له کار څخه د خپلو کارګرانو او کارکوونکو په اېستلو لګیا دي.