په غزني کې یو کس خپلې دوې مېرمنې وژلي او د بلې پر مخ یې تېزاب شيندلي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

سرچينې وايي، چې یو کس د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې مخکې خپلې دوې مېرمنې وژلې وې او اوس یې د درېيمې پر مخ تېزاب پاشلي او په سترګو يې ړنده کړې ده.

په غزني کې د طالبانو امنيه قومندانۍ هم پېښه تايید کړې او د دغه کس د نيولو خبر يې ورکړی دی.

د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي وايي، چې دوی د غزني د اندړ ولسوالۍ په مانجو کلي کې دغه کس نیولي دی.

طالبان وایي، چې نیول شوی کس د قرباه باغ ولسوالۍ د ګنګي کلي اوسېدونکی دی او تر پېښې وروسته یې د تېښتې هڅه کوله، چې ونیول شو.

د پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده؛ خو طالبان وایي، چې د نیول شوي کس څخه پوښتني رواني دي.

په دې وروستو کې د جنايي پېښو او کورنيو جنجالونو راپورنه زيات شوي، چې تر ډېره يې طالب امنيتي کسان هم په کابو کولو کې پاته راغلي.

نور خبرونه

رادیو