طالبان: د ایران او پاکستان حکومتونو له درې زرو ډېر افغان کډوال راستانه کړل

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ دغه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د نیمروز، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (زمري لومړی نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د ایران او پاکستان حکومتونو، درې زره او ۷۷۵ تنه افغان کډوال راستانه کړل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، (۱۳۲۹) تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او (۱۹۴۰) تنه کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، ۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۱ تنو ته رسیږي د ننګرهار د تورخم او ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر ۲۷۵ تنو رسیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور هېواد ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت ویلي، چې یاد کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړېوال پروګرام دفترونو ته ورپيژندلي دي.

د پاکستان حکومت له لوري په زور د افغان کډوالو اېستلو او په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نېولو لړۍ داسې مهال دوام لري چې د یاد هېواد کابېنې څه موده وړاندې ویلي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو اوسېدو لړۍ یو کال نور هم غځوي.

نور خبرونه

رادیو