طالبانو د درېیم ځل لپاره د ښځو له حضور پرته د افغان وکیلانو ازموینه واخیسته

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، چې د مدافع وکیلانو د کار د جواز د اخیستو درېیم پړاو په کابل کې ترسره شو.

د دغه وزارت چارواکي وايي، چې په دې ازموینه کې له ۵۰۰ زیاتو کسانو ګډون کړی و.

په دې ازموینه کې هیڅ یوې ښځې ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

وروسته له هغه چې طالبانو د کابل واک تر لاسه کړ، دا درېیم کال دی چې د ښځو له حضور پرته د مدافع وکیلانو څخه ازموینه اخیستل کېږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د مسلکي مرستیال عبدالکریم حیدر په خبره: «د ازموینې له پاسه او د وکالت د جواز له ترلاسه کولو وروسته، مدافع وکیلان د دغه وزارت استازیتوب کوي. نو د هغوی څېره باید له اسلامي شریعت سره سمه وي.»

مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، د مدافع وکیلانو لپاره د کار جواز ورکولو ازموینه د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې له خوا په لاره اچول شوې وه. طالبانو په کابل کې د دغې اتحادیې مرکزي دفتر وتاړه او په ۱۴۰۰ کې یې فعالیت بند کړ.

طالبانو د مدافع وکیلانو په ازموینه کې د ښځو د ګډون لامل نه دی روښانه کړی.

نور خبرونه

رادیو