د یوه ایراني وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې ایرانیانو ۳ افغانان وژلي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱

د تهران له ختیځې سرچینې وایي، چې د یوه ایراني وګړي د وژل کېدو په بدل کې ایرانیانو د یوې امېندوارې مېرمنې په ګډون ۳ افغانان وژلي دي.
سرچېنو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دغه ایراني وګړی تېره جمعه له درېو افغانانو سره تر لفظي شخړې وروسته په یوه پارک کې وژل شوی دی.

د سرچینې په خبره، یادو درېو افغانانو چې ایراني وګړی وژلی د هرات ولایت اصلي اوسېدونکي دي.
له دې پېښې وروسته یو شمېر ایرانیانو د یاد ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې پر یوې افغانې کورنۍ برید کړی، چې له امله یې د یوې امېندوارې افغانې ښځې په ګډون د هغې د کورنۍ ۳ تنه نور وژلي دي.

تر اوسه د دغو درېو افغانانو د وژل کېدو په اړه ایراني چارواکو او رسنیو څه نه دي ویلي.
تېره اونۍ ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی و، چې د یوه ایراني وګړي د وژلو په تور درې افغانان چې وروڼه دي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
له تهران څخه سرچینې همداراز زیاته کړه، چې تر دې پېښې وروسته د پارک په شاوخوا کې د ایرانیانو له خوا یو بنر هم لګول شوی، چې پرې لیکل شوي: «ټول افغانان دې له دې سیمې څخه ووځي کنه له جدي چلند سره به مخ شي.»


د نوموړي په وینا، ایراني پولیسو هم د دغه هېواد وګړو ته اجازه ورکړې، چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي او دوی خپله د افغانانو پروړاندې اقدام وکړي.
سرچینې په خپلو خبرو کې وویل، چې د ایراني وګړو او د پولیسو له وېرې څخه ان په ډوډۍ اخیستو پسې هم له کور څخه وتلی نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل ته یوې افغانې کډوالې د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي و، چې د تهران په مېټرو کې یو شمېر ایرانیانو له یوې افغانې کډوالې سره تریخ چلند کړی دی.
سره له دې چې په ایران کې افغان کډوال له کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو ورته امنیتي پېښې بیا ددې لامل کیږي، چې دغه هېواد پر ټولو افغان کډوالو فشارونه او ځورونې زیاتې کړي.

نور خبرونه

رادیو