افغان لرغونپوه زمریالی طرزي په فرانسه کې ومړ

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۱

د دغه لرغونپوه خور هما طرزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، زمریالی طرزي د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې مړ شو.

زمریالی طرزي په ۱۹۳۹ کال کې په کابل کې زېږېدلی.

ښاغلی طرزي بیا د زده‌کړو لپاره فرانسې ته ولاړ او د سټراسبورګ په پوهنتون کې یې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې وکړې.

طرزي د لرغون پېژندنې په برخه کې څو اثار لیکلي دي.

همدارنګه نوموړي په سټراسبورګ پوهنتون کې د استاد په توګه دنده درلوده.

ډاکټر طرزي له ډېرو کلونو راهیسې په جلال اباد، بامیان او ای خانم کې د بودایانو په سیمه کې په کیندلو بوخت و.

ښاغلي طرزي د خپلو څېړنو په پایله کې د فرانسې له حکومت څخه د شیویلیر پالم دي اکوډیمیک مډال او د یونان له حکومت څخه د سینټ کنستانټین د سرو زرو عالي مډال ترلاسه کړی دی.

هغه په یونیسکو کې د ختیځ لرغونپوهنې مشر په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

ډاکټر طرزي تر دې مخکې د افغانستان د لرغونپوهنې د مشر په توګه کار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو