د طالبانو کډوالو وزارت: نږدې شپږ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پنځه زره او ۸۵۵ تنه کډوال له ایران او پاکستانه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت وايي، په یاد شمېر کډوالو کې ۱۷۴ تنه بندیان دي چې تازه له زندانه خوشې شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د (چنګاښ ۳۱مه) په خپله ویب پاڼه لیکلي، چې د چنګاښ میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نیټه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۶۵۲ او د هرات اسلام کلا بندر له لارې ۳۴۸۱ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځو کې ۶۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۵ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې چې له دوی سره ۱۷۴ بندیان چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي هم یو ځای وو او ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۳ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستنې شوې.

دغه وزارت وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

له تېر یوه کال راهیسې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوال په زور ایستلو لړۍ دوام لري.

دغه کډوال په داسې حال کې د پاکستان له لوري راستانه کړل شوي چې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسیدو موده د یوه بل کال لپاره وغځول شوه.

تېره ورځ د پاکستان په اسلام اباد کې یو ځل بیا پولیسو یو شمېر افغان کډوال نیولي وو چې وېزې او نور اړوند اسناد یې هم لرل.

نور خبرونه

رادیو