سیاف: د «نا محرمو ښځو بربنډول» په اسلام کې ناروا کړنه ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۱

په پنجشېر کې د یحیا عنابي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې پخواني جهادي قوماندان عبدالرب رسول سیاف ویلي، چې د «نامحرمو ښځو بدن بربنډول او د هغه لمس کول په اسلام کې ناروا کړنه ده او دا د اسلام په حق کې ستر جنایت دی.»

ښاغلي سیاف تېره شپه د (چنګاښ ۳۰مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د نامحرمو ښځو بدن بربنډول او د هغه لمس کول د اسلامي شریعت پر بنسټ ناروا عمل دی.»

د پنجشېر اوسېدونکي یحیا عنابي په دغه ولایت کې په خپله یوه وینا کې د طالبانو د استخباراتو له لوري د یوې ښځينه فعالې زرمینې پرياني د نیول کېدو او زنداني کېدو په اړه په زغرده وویل چې، «دا ښځه باید د کابل په څلورلارو کې بربنډه شوې وای چې نورو داسې ښځو ته عبرت ګرځېدلی واى.»

د ښځو د حقونو دغې فعالې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، په رسنیو کې ويلي چې په زندان کې طالبانو «بربنډه» کړې ده.

نړېوالو د بشري حقونو سازمانونو تر دې وړاندې هم طالبان په زندانونو کې د ښځو او نجونو سره په تاوتریخوالي او ناوړه چلند تورن کړي دي.

تر دې وړاندې هم د په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالانې د طالبانو استخباراتو ادارې نیولې او په زندانونو کې یې تر ناوړه چلند او جنسي تېریو وروسته له هغوی ویډیوګانې د دې لپاره کړې چې هغوی د بیا غږ پورته کولو پر مهال پر وګواښي.

طالبانو تر اوسه پورې د پخواني جهادي قوماندان سیاف داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو