د ښځو کرېکټ اسیا جام: د تايلنډ د ښځو کرېکټ لوبډلې ماليزیا ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳۰

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیام جام په سيالیو کې نن د تایلنډ لوبډلې ماليزيا ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

پرون د دې سياليو د الف ګروپ په لومړۍ لوبه کې هند د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډلې ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ور کړه.

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسيام جام سيالۍ، چې د سريلانکا په دامبولا ښار کې پيل شوې.

د دې سیالیو د بې ګروپ لومړۍ لوبه نن د ماليزيا او تایلنډ ترمنځ ده.

د لوبې پچه تایلنډ کرېکټ لوبډلې وګټله او سيالې لوبډلې ته یې په ۲۰ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

د ټایلنډ لوبډلې ناناپټ کونچاروینکای تر نورو ډېري ۴۰ منډې جوړې کړې.

د ماليزيا په لوبډله کې ماهرې د سيالۍ لوبډلې درې لوبغاړې وسوځولې.

په دې سياليو کې ۸ لوبډلې « بنګلدېش، هند، پاکستان، سریلانکا، ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارات» برخه لري.

نور خبرونه

رادیو