شننه؛ پاکستان، مصنوعي جګړې او افغانانو ته پېښ ګواښونه

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

همدا دوه ورځې مخکې پاکستاني طالبانو په بنو کې پر یوه پوځي چوڼۍ برید وکړ، په دې برید کې څه مرګ ژوبله پېښه شوه، خو پاکستاني پوځیانو له پېښې لرې د بنو په کوڅو کې پر عامو خلکو د ټوپکو خولې راواړولې او ګڼ بنوڅیان یې "شهیدان" کړل.

ولس د دغه جنایت په وړاندې راټول شو، د بنو ښار د لسګونو زره خلکو د احتجاج شاهد و او پاکستاني پوځ چې همدې شېبې ته خپله سناریو برابره کړې وه، په عامو بې‌وسلو خلکو یې ډزې و چاودنې وکړې او درنه مرګ ژوبله یې واړوله.

تر ډیورند کرغېړنې کرښې کوزې غاړې ته د ټولو مصنوعي جګړو منطق و برخلیک همدا دی. بنو یې یوه بېلګه وګڼئ.

د پاکستاني طالبانو نوم او ان د هغوی مخفف (TTP) د لومړي ځل لپاره هغه مهال په رسنیو کې یاد شو، کله چې تر ۲۰۰۱ سپتامبر نهمې پېښې روسته امریکا و ناټو په افغانستان یرغل وکړ او په شمال کې ګڼ شمېر طالبان د شمال د جهادي وسلوالو او جنرال دوستم له خوا اسیران شوي وو. پاکستان د یوې لویې جګړې په همدې پیلامه کې له خپل ټول دیپلوماتیک زور و اغېزه کار واخیست چې په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني طالبان د زمکې یا ان د هوا له لارې ژوندي وباسي. ښايي هغه مهال به له امریکا و ناتو سره د پاکستان د کېدونې همکارۍ یو شرط همدا و، چې ومنل شو او د ګډوډیو په منځ کې یې زرګونه پاکستاني طالبان په الوتکو کې وویستل. هغه مهال شننې دا وې، چې پاکستاني طالبان هم د القاعده ډلې یوه برخه وه او په افغانستان کې د شمال د جګړه‌مارو په وړاندې جنګېدل.

د دې ډلې په لومړنیو مشرانو کې نېک‌محمد و، چې د طالبانو په لومړي سقوط کې یې بهرني جنګیالی له شاهي‌کوټ نه د جنوبي وزیرستان اعظم ورسک سیمې ته واړول.دی هغه مهال مشهور شو چې طاهریولداش د جنوبي وزیرستان په کلوشه نومې سیمه کې د یوې سختې جګړې په ترڅ کې د پوځ له محاصرې ژوندی ووت او روسته نیک محمد له پوځ سره د سولې تړون امضاء کړ. دغه نېک محمد د ۲۰۰۴ کال په جون کې ووژل شو او بیا عبدالله مسید، چې له ګوانتانامو راګرځېدلی و، د دې ډلې مشري کوله.روسته په ۲۰۰۷ کې د بیت الله مسید تر مشرۍ لاندې د پاکستاني طالبانو تحریک رسماً اعلان شو، چې د ده تر وژل کېدو روسته یې مشري حکیم‌الله مسید کوله.پاکستاني پوځ د خپلو طالبانو ډله په دوو برخو وویشله، یوې ته یې ښه طالبان (Good Taliban) او بلې ته یې بد طالبان (Bad Taliban) ویل، خلکو ته د دوی ترمنځ توپير سخت، بلکې ناشونی و، خو قاعده داسې کېښودل شوه، چې بدو طالبانو ظاهراً د پاکستان په ضد او ښو هغو یې د پاکستان په ګټه و فرمان خلک وژل.

تر ټولو روڼ حقیقت دا دی، چې ټول طالبان د پاکستان په غوښتنه جوړ او مدیریت کیږي او ان همدا اوس چې ظاهراً ټي ټي پي په پاکستان کې جګړې جوړوي هم د ګڼو څارونکو او کارپوهانو له نظره د کنټرول او مدیریت واګي یې د پاکستاني استخباراتو او پوځ په لاس کې دي.

پاکستان د طالبانو له تولید او مصرف څخه لاندې اهداف په مخ وړي:

۱ـپوځ د خپلې بقا او د خپل سیاسي – اقتصادي واک و ځواک د توجیه کولو لپاره د هغوی په مرسته شخړې پېښوي. له دوی سره د جګړو ، عملیاتو او شخړو ډنډوره کول د پاکستان په سیاست کې کورنی مصرف لري او په دې توګه پوځ په ټولو سیاستونو او اقتصادي سرچینو واک ساتي.

۲ـ د پاکستاني طالبانو له خوا یې یوه لویه جغرافیا ناامنه کړې ده او په دغه جغرافیا کې ټولې هغه نړیوالې نیابتي اورپکې، بنسټپالې او ترهګرې ډلې ساتي او روزي، چې پاکستان یې د نړیوالو لویو قدرتونو په سیالیو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو امنیت ته د ګواښ پېښولو په خونړي تجارت کې کاروي او پاکستان یې د ساتنې، روزنې، تجهیز او استولو فیس اخلي. د پاکستان پوځي اقتصاد د نیابتي جګړو په مدیریت چلیږي.

۳ـخپل سیمه ییز سیالان هیدوستان او افغانستان پرې ګواښي او ان د اړتیا په صورت کې له ایران و چین څخه هم امتیازات غواړي.

۴ـ په کور دننه هر هغه سیاسي لوری، چې د پوځ پر خلاف اعتراض وکړي، پرې وژني یې او مسئولیت یې هم په بدو طالبانو وراړوي.

۵ـ په پښتنو او بلوڅو کې د خپلواکۍ‌غوښتنې خوځښتونه پرې ځپي او د شیعه پاکستانیو اعتراضونه پرې کنټرولوي.

۶ـ د پښتنو ملي روحیه پرې له منځه وړي، ځکه دوی د پښتنو سیمه په طالبي (امارتي) اسلامایزیشن داسې لړلې ده، چې ملي او ملتپال حس سر پورته کولو ته نه پرېږدي.

۷- په هر هغه ځای کې چې پاکستاني پوځ د اقتصادي سرچینو د لوټلو پرېکړه وکړي هلته د دوی په مرسته اړدوړ پېښوي او بیا هغه ځای په پوځي زور نیسي او په دې توګه له فدرالو قوانیونو سرغړوي، د پښتونخوا او بلوچستان ټولې سرچینې یې د بدامني تر استثنا لاندې تالا کړې.

۸ – د ډیورند کرغېړنې کرښې تر راکښلو راهیسې په لومړي ځل د همدغو طالبانو د پلټنې په پلمه پاکستاني پوځ قبایلي سیمو ته ننوت او هلته یې خپل دایمي تأسیسات یې جوړ کړل.

۹ـ د افغان طالبانو ترمنځ یې دوی داسې ورګډ کړي، چې هيڅکله په افغان طالبانو کې ملي او روښانه و عصري تفکر ته اجازه نه ورکوي. په حقیقت کې پاکستاني پوځ د خپلو همدغو لښکرو په مرسته افغان طالبان هم کنترولوي.

۱۰ـاو تر ټولو مهم، پاکستاني استبلېشمینت د پاکستاني طالبانو د شتون په پلمه په افغانستان کې دننه د پوځي حضور، هوايي او زمکنۍ حملو،وژنو، لاسوهنو او بمبارونو لپاره لاره هواروي او په تېرو نږدې درېیو کلونو کې یې په لسګونو ځله داسې مداخلې او یرغلونه کړي دي. د دوی ملګري واکمن طالبان یوازې ګوتڅنډنې ورته کوي، چې بیا دې داسې نه کوي. خو تجربې ښيي، چې پاکستان بیا بیا دا کار کوي.

۱۱- پاکستان په نړیوال کچ له ځان څخه د ترهګرۍ تور څنډي، افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ ځاله معرفي کوي او ځان د ترهګرۍ قرباني ګڼي.په دې نامه له لویو قدرتونو پيسې اخلي او د پوځي ملګرتیاوو قراردادونه ورسره لاسلیکوي. په دې روستیو کې د امریکا او پاکستان پوځي یارانه و ملګرتیا یې بېلګې دي.

ډېرځله پوښتنه مطرح کیږي، چې دا خونړۍ جګړې نوڅنګه یو هېواد په ځان زغملی شي؟

دې پوښتنې ته څو څرګند ځوابونه شته:

  • پاکستان جوړ شوی د همدې هدف لپاره دی.انګریزانو په ۱۹۴۷ کال کې په دیني منطق یو پوځي هېواد جوړ کړ او بیا یې د نړۍ تر ټولو ډېرې ایډیولوژیکې – افراطي ډلې په کې وکرلې، مدرسې یې ورته جوړې کړې، د شوروي په ضد یې وکارولې. بیا یې دا ډلې سره دوښمنې کړې، استخباراتي یې وروزلې، وسلې یې ورکړلې او پرېکړه یې دا وه، چې د نړۍ هرځای په تېره بیا یې په اسلامي هېوادونو کې د شخړو جوړولو لپاره یې وکاروي.ښکېلاک تر ډېرو کلونو په مستقیمه توګه دا هېواد اداره کاوه، تر کلونو کلونو يې د پوځ او استخباراتو اجرایوي مشران انګریزان وو.
  • په پاکستان کې اوله درجه هېوادوال (ښاروندان) پنجابیان او دویمه درجه سندیان دي. پښتانه او بلوڅان د دوی لپاره مزاحم نفوس دی. دغه هېواد چې تر خپل اقتصادي – جغرافیايي زغم زیات نفوس لري، یوازې د پښتنو او بلوڅانو زمکې ته اړتیا لري، نه خلکوته یې.همدا اوس ټولې وژنې، چاودنې، خونړۍ پېښې او دوښمنۍ په پښتني سیمو او بلوچستان کې روانې دي، پنجاب و سېند خوندي دي. د پښتنو وژل کېدل، د پښتنو بنسټونه ړنګېدل او بېوزلي ولې باید د پاکستان لپاره اندېښنه وي؟
  • پاکستان د پښتنو او بلوڅانو له ملتپالې روحیې څخه تر هرڅه زیات ډاریږي. د دوی په نظر په دغې روحیه کې هیند او افغانستان معنوي پانګونه کولای شي. پښتانه که په افراطي ایډیولوژۍ ولړل شي، له ملتپالنې واټن اخلي. د پاکستان لپاره تر ټولو ښه پښتانه یا وژل شوي پښتانه دي او یا هم د دوی د استخباراتي مدرسو په جال کې راګیر افراطي پښتانه.
  • د پوځي واکمنیو دا عادت وي، چې د لویو ګټو او واک و ځواک د انحصار لپاره واړه تاوانونه مني او د خلکو مرګ و ژوند ورته چندان مهم نه وي. بهرني استخبارات او لوی قدرتونه هم د دوی په همدې بېرحمۍ کې پانګونه کوي. دا تصادفي نه ده، چې په دې ورځو کې د پاکستان ړنګېدونکي اقتصاد پوځي ټيکاو موندلی او امریکایانو د پوځي مانورو سره ورته نوي مالي سیرمونه لګولي دي. که د ټول پوځي پاکستان اقتصادي ربړه د څو زره پښتنو او بلوڅو په قتل عام رغېدلای شي، نو ولې یې ونه وژني؟

هغوی چې فکر کوي، د پاکستاني طالبانو مدیریت شوی اخ و ډب و کش و کړپ به دغه هېواد بې‌ثباته کړي یا به یې راوپرځوي، د هرې پېښې تسلسل ته دې وګوري او دې ته دې ځير شي، چې دا هرڅه ولې کیږي؟

پاکستاني طالبانو دا جګړه د اسلام په نامه پیل کړې، حال دا چې د دې سیمو خلک له څوارلس سوه کالو را په دېخوا مسلمانان دي. هیڅوک نه پوهیږي، چې دوی به د دې خلکو په اسلامو ایمان کې څه زیاتوالی راولي؟

دا جګړه که ملي او خپلواکۍغوښتونکې وای، ښايي خلک پرې غوليدلي وای، اوس خو ټول پوهیږي، چې ټوله کیسه د افغانستان لاندې کولو ته جوړه ده.

که د افغانستان ټول ولس په ټوله افغاني پراخه جغرافیا کېپه یوه شعوري خوځښتاو سره ګډ اقدام کې د دې دسیسې مخه ونه نیسي، نو راتلونکې ډېره تیاره او ویروونکې بريښي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.